اردوغان: امریکا ترکیې ته دیپلوماتان نه، بلکه جاسوسان را استولي 

ترکیې یوځل بیا پدې هیواد کې د امریکایي سفارت اړوند کسان پدې هیواد کې نا امنیو ته په لمن وهلو تورن کړي دي.
ترکي ولسمشر په څرګندو ټکو ویلي چې په هیواد کې یې امریکایي سفیر جان باس د امریکا او ترکیې تر منځ د روابطو په پیکه کولو او د ترکیې پرضد اقداماتو کې رغنده رول لري.
اردوغان ویلي چې په ترکیه کې د امریکا په ټولو میشتو قونسلګریو کې جاسوسان ناست دي او په وینا یې چې یواځې د اړیکو د تخریب او د نظام د انزوا هڅې کوي.
نوموړي وویل چې له سفارت نیولې بیا تر قونسلګریو پورې د شړل شوي دیکتاتور فتح الله ګولن جواسیس دي چې غواړي په ترکیه کې یو ناورین ته لمن ووهي.
تر اوسه امریکایي چارواکو د ترکي مشر په څرګندونو کوم غبرګون ندی ښوودلی .
باید وویل شي چې تیرکال د اردوغان په حکومت د یوې ناکامې کودتا هڅه وشوه چې پکې د دې هیواد تبعید شوی مشر فتح الله ګولن پړ وبلل شو.
ترکیې په ځلونو له امریکا څخه د ګولن د ورسپارلو غوښتنه کړې خو امریکا یې غوښتنې ته تر اوسه کوم مثبت ځواب ندی ویلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button