کندوز: له ۱۵ ورځني ځنډ وروسته د عملیاتو په نوم تللې قوه طالبانو ماته کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله۲۲ فرید افغان)

طالبانو په یوه خبر پاڼه کې خبر ورکړی چې د کندوز ولایت د امام صیب ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه د ګډوځواکونو سلګونه سرتیري چې پنځلس ورځې وړاندې د طالبانو د ځپلو او سیمو د نیولو پخاطر دې ولسوالۍ ته تللي وه له سخت مقاومت وروسته یې بیرته شاتګ ته اړ شوي دي.
د راپورونو په اساس ویل شوي چې د بهرنیانو په ملتیا سلګونو دولتي ځواکونو د امام صاحب ولسوالۍ اړوند د جوی بیګم، قرغزو او قرغان تيپه سیمو د نیولو هڅه کوله چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول او له کوم پرمختګ پرته یې تیره شپه د شپې له تیارې څخه په استفادې سره د امام صاحب له ولسوالۍ څخه خپل ټول عسکر ایستلي او بیرته یې د کندز مرکز ته ځان رسولی دی.
سیمیز خلک وایي چې د ګډو ځواکونو په هوایي بریدونو کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي اودخلکو فصلونه او باغونو ته سخت زیانونه اوښتي دي.
د سیمې خلک وایي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ورته د سر او مال دروند زیان اوښتی.

راپورونه وایي چې تیره ورځ د کندوز ولایت د مرکز اړوند د باغ شرکت سیمه کې هم د دولتي ځواکونو یو تعرضي برید دطالبانو له مقاومت سره مخ شو چې له جګړې وروسته افغان ځواکونه بیرته د سیمې پریښودلو ته اړ ایستل شول

که څه هم دولتي چارواکو د ۱۳۸ په شاوخوا کې د طالب ږسلوالو د وژلو ادعا کړې وه خو طالبانو ویلي چې د دوی یواځې ۶ تنه وسلوال وژل شوي او د حکومت ادعا مطلق دروغ او له حقیقت لرې ده.
طالبانو ادعا کړې چې په یادو ۱۵ ورځنیو جګړو کې یې د ګډوځواکونو لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ وسایط یې له منځه تللي
د یادونې وړ ده چې افغان عسکر هڅه کوي ترڅو د امریکایي ځواکونو له هوایي او ځمکني مرستې څخه په استفادې سره د طالبانو پر وړاندې خپلو جګړو ته لا زور ورکړي چې د ستراتیژی ترمخه ګډځواکونه اوس په خلاص لاس کولی شي چې مخالفین په نښه کړي چې د ولسي مرګ ژوبلې تحفظ ته پکې هیڅ پاملرنه نده شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button