هلمند: چارواکي او طالبان يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۲): د هلمند ولايت په نادعلي او لشکرګاه کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي، چې دواړې غاړې يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعاګانې کوي.
وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، پرون ماذيګر يې د نادعلي ولسوالۍ ته په ورغلې عملياتي قوه يې د ددوارهي په سيمه کې سخت بريدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې د دولتي عسکرو يو ټانګ او يو رينجر موټر ويجاړ کړل او شپاړلس عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
طالبان وايي، له يادې قوې سره يې پرون ټوله ورځ او بيګا تر ناوخته دمارجې اونادعلي ولسوالیوترمابین د دوراهي، قاري پوستې، منډيانو او عبدالرحمن پمپ په سیمو کې جګړې کړي، چې له کبله يې په ټوله جګړه کې له څلوېښتو ډيرو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې سيمې ته ورغلې عملياتي قوه د طالبانو له لوري تر سختۍ کلابندۍ لاندې ده، هيڅ پرمختګ نه لري او اوس مهال هم جګړه روانه ده.
له بله پلوه د هلمند امنيتي مسئولينو د دغه جګړو د تائيد تر څنګ رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ په نادعلي ولسوالۍ کې د امنيې قوماندانۍ اداري رئيس د وسله والو طالبانو له يو کمين سره مخ شوی او سخت ټپي دي.
په عين حال کې د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم د قوماندانۍ د مرستيال ټپي کېدل تائيد کړي او په وينا يې چې په دغه ولسوالۍ کې عملياتي قوه د پرختګ په حال کې ده.
نوموړی وايي، په دغه عملياتو کې په ګڼ شمير کې وسله وال طالبان وژل شوي، خو طالبانو يواځې د څلور تنو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
عمر ځواک وايي، تر دې مهاله د امنيتي ځواکونو يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.



