دموکراسي وسیله او د اسلام ریښې ویستل یې هدف

 

ډاکټر آصف

لکه څرنګه چې د اسلام په مبارک دین کې جهاد وسیله، او عدالت، سوکالي، او د اسلامي قانون نفاذ  او په دنیا او آخرت کې د بشریت بریا او نیکبختي هدف او موخه ده، همدغه راز په نني وخت او زمان کې امریکا د جهاد او مجاهدینو پر ضد جګړه پیل کړې، او له جګړې نه یې هدف د نړۍ په هر هیواد کې د دموکراسۍ اسنټالول او د اسلام ریښې ویستل دي.

د غرب جګړه مارو خپله جګړه د دموکراسۍ د نافذولو لپاره وسیله ګرځولې او دموکراسي یې بیا د اسلام د مبارک دین د ریښو د ویستلو لپاره وسیله ګرځولې او هدف یې د خدای تعالی د قانون پر ځای د انسانانو د وضعي قانون ځای پر ځای کول دي چې له کبله یې بشریت هم په دنیا او هم په آخرت کې له بدبخیتو او ناکامیو سره مخ کول دي.

که څه هم دموکراسي په ظاهره او په سطحي توګه شنه باغونه او سره ګلان ښکاري خو که څوک د دغې کرغیړنې پدیدې لږه عمیقه مطالعه وکړي وبه مومي چې دموکراسي یعني ظالم پر مظلوم مسلط کول، لږګې پر ډیرو خلکو حاکم کول، زورور د کمزوری باداری ګرځول، د ښځو لوڅول او د هغوی له اندامونو نه د خپلو وحشیانه خواهشاتو د پوره کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل، پیسه دار ورځ تر بلې پیسه دار کول او غریب ورځ تر بلې د غریبۍ کندې ته ګوزارول، دین، مذهب، کلتور په تدریجي ډول له صحنې ویستل، د دموکراسۍ په پیل کې د خلکو په خیټه مړول او له نورو یې ویرول او بیا یې له ویروونکو خوندي کول او ساتل خو په پای کې د دموکراتانو له لوري د همدغو خلکو داسې داړل چې د تل لپاره یې ذریه د دموکراتانو وینځې او غلامان وګرځي.

ټول عمر دوی ته محتاج او اړ پاتې شي، تاسې همدا اوس وګورئ چې د افغانستان حکومت ټول د دموکراتانو پر پیسو ولاړ دی، او د افغانستان د حکومت حاکمان په دې یقین لري چې که د دموکراتو بادرانو پیسې د یوې میاشتې لپاره پر دوی ودریږي نو د طالبانو خوراکه به وګرځي.

ټول سرتیري به خپلو کورنو ته وتښتي، نظام به د سترګو په رپ سره نسکور شي، دا ځکه چې د دموکراسۍ طبیعت او نیچر دی چې نه باید حکومت او نه باید خلک په خپلو پښو ودریږي بلکې تل باید دموکراتانو ته سینه په لاس او کچکول په لاس ولاړ وي.

او هغه د دري ژبې د متل په مصداق چې: کسی که نان میدهد ، فرمان میدهد. او یا دا چې انسان تابع د احسان دی، تل محکوم پاتې شي.

په اسلامي هیوادونو کې د دموکراسۍ یواځینی هدف دا دی چې لومړی باید یو غلام حکومت پر خلکو وتپي او بیا د همدې حکومت په وسیله رعیت او خلک غلامان وګرځوي نو حکومت+خلک به دواړه دموکراتانو ته د محتاجۍ شپې او ورځې سبا کوي او چې دموکراتان هر امر ورته کوي هغه به بې له ځنډه عملي کوي چې اساسی موخه یې د اسلامي هیوادونو ، حکومتونو، او بالآخره د عامو خلکو له سینو نه د اسلام ریښي د تل لپاره ویستل دي.

خو دموکراتان غافل له دې نه چې:

انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحافظون ، یعنی قرآن مونږ نازل کړی او مونږ یی ساتونکی یو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button