کندزو کې طالبانو د امریکا څارگره الوتکه نسکوره کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۲):د کندوز ځايي خلک وايي، نن غرمه مهال د کندوز ښار اړوند په باغ شرکت سیمه کې وسلهوالو طالبانو د امریکايي عسکرو څارگره الوتکه نسکوره کړې ده.
د کندوز امنیتي چارواکي مني، چې نن غرمه د امریکا یوه بې پېلوټه څارگره الوتکه نادرکه شوې ده.
وسلهوالو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه ویلي، چې نن یې د یوه برید په پایله کې د امریکايي عسکرو څارگره الوتکه نسکوره کړې ده او اوسمهال د طالبانو سره ده.
طالبانو تېره اوونۍ په پروان کې د نویو امریکايي عسکرو الوتکه هم رانسکوره کړې وه، چې لسگونه امریکايي عسکرو ته یې مرگژوبله اړولې وه.
طالبان ادعا کوي، چې سږکال د منصوري عملیاتو په لړ کې یې د امریکا او افغان دولت ۱۲ بېلابېلې الوتکې او چورلکې او ۲۲ د ډرون الوتکې نسکورې کړي دي.



