سومالیا: چاودنې لسګونه کسان وژلي او د الشباب ډلې دباریر ښار نیولی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۳ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د سومالیا په پلازمېنه موګادېشو کې د سفاري په نامه د یوه هوټل په درشل کې د یوې لارۍ موتر په توسط چې له باروتو بار وه خونړۍ چاودنه شوې چې لسګونه تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
لمړني راپورونه وایي چې تر اوسه په یاده چاودنه کې تر ۳۰ ډیر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي .
پولیس وایي چې ښایي ډیر خلک تر خاورو خزلو لاندې شوي او اټکل کیږي چې د تلفاتو شمیره به نوره هم لوړه شي
د چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې ندی منلی خو پدې هیواد کې تر ډیره د الشباب په نامه وسلواله ډله پداسې پیښو کې تورنه بلل کیږي خو دې ډلې تر اوسه رسما پدې اړه څه ندي ویلي .

په همدې مهال د سومالیا چارواکو خبر ورکړی چې نن سهار د الشباب وسلوالې ډلې پلازمیني موګاديشو ته نژدې د بارير ښار نيولی دی.

د یادې ډلې ویاند عبدالعزیز ابو مصعب د یاد خبر په تائید سره ویلي چې، د باریر ښار یې له کوم مقاومت پرته نیولی دی
باید وویل شي چې د بارير ښار له پلازمیني موګادیشو څخه ۵۰ کيلومتره لرې پروت دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button