هرات: طالبانو د پنځو وژل شويو اختطافګرو ويډيو خپره کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): وسله والو طالبانو د هرات په غوريان ولسوالۍ کې د هغو پنځو انسان تښتوونکو ويډيو خپره کړه، چې د دغه ولايت چارواکو ادعا کوله، ګنې دغه کسان د يوې کورنۍ غړي او تر لفظي شخړې وروسته د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
خو طالبان وايي، دغو پنځو کسانو دوه ښځې تښتولې وې او وروسته د طالبانو سره په نښته کې ووژل شول.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه تازه د وژل شويو پنځو اختطافګرو او تښتول شويو ښځو ويډيو خپره کړې ده.
په دغه ويډيو کې يو وسله وال طالب له تښتول شوې مېرمنې پوښتي او وژل شویو کسانو ته اشاره کوي وايي، چې تاسې همدوی تښتولي وۍ؟ هغه ميرمن چې په فارسي خبرې کوي وايي: هو همدوی تښتولي و، هغه بيا ورته وايي چې ښه يې پېژنې چې همدا و؟ ميرمن وايي، هو همدا وه.
دا پېښه د تېرې جمعې په ورځ رامنځته شوې، چې ځينو رسنيو او چارواکو دغه وژل کېدل قومي دښمنۍ ګڼلي او پړه يې په وسله والو طالبانو اچولې، خو طالبانو د ويډيو په خپرولو سره وښوده چې وژل شوي کسان ټول اختطافګر دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو له لوري د اختطافګرو د نيول کېدو او وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي، تر دې پېښې څو ورځې وړاندې طالبانو په هلمند او فراه کې هم درې تنه انسان تښتونکي په دار وځړول:



