ذکي: ډېر ژر به په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): د د گډحکومت په جوړېدو سره په تېرو درې کلونو کې زرگونه افغانان بېکاره شوي او دغه لړۍ تراوسه روانه ده او نږدې هره ورځ لسگونه ځوانان بېکاره کېږي او کاري فرصتونه له لاسه ورکوي.
د کار ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر فیض الله ذکي وايي، د گډ حکومت مشران هڅه کوي، چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د کار موندنې په برخه کې چټک گامونه واخلي او کاري موکې برابرې کړي.
د یاد وزارت سرپرست وزیر فیض الله ذکي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، اوسمهال ۱،۹ میلیونه افغانان له بېکارۍ ځورېږي او زیات شمېر افغان پانگوالو په افغانستان کې خپلې کاروبار پرېښی او نورو هېوادونو ته تللي دي.
ذکي د بېکارۍ عمده لامل روانه جگړه، د کار ټیټ ظرفیت او د یو شمېر نامعلومه وسلهوالو له لوري د پانگوالو گواښل په گوته کړل.
د کار ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت داسې مهال د کاري فرصتونو خبره کوي، چې په تېرو درې کلونو کې زرگونه افغانان بېکاره شوي او د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي.
اوسمهال یوازې د پوهنې وزارت کې ۵۸زره بستونه خالي دي؛ خو د اداري فساد له امله تراوسه دغه بستونه په وړ خلکو ډک شوي نه دي.
گډ حکومت دوه کاله وړاندې د سعودي عربستان سره هم د کارگرانو تړون لاسلیک کړی و؛ خو تراوسه دغه تړون عملي شوی نه دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د بېکاري د کچې د راټیټولو لپاره دولت باید پراخه کاري موکې برابرې کړي او د سوداگرو او پانگوالو د خوندیتوب لپاره کوټلي گامونه واخلي.
د پلازمېنې کابل په گډون په گڼو ولایتونو کې سلگونه پانگوالو خپلې پانگې ترکیې او عربي هېوادونو ته لېږدولي دي او په هېواد کې یې د بېکارۍ کچه لوړه کړې ده.



