د يوناما پخوانی مشر: قطر کې د طالبانو دفتر تړل تېروتنه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې (يوناما) دفتر پخواني مشر کای آیدي ويلي، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر تړل يوه لويه تيروتنه ده.
نوموړی په خپلو تازه څرګندونو کې وايي، چې د قطر دفتر د طالبانو سره د تماس نيولو يو ښه ادرس دی او د اړيکو نيولو او خبرواترو برخه کې اغيزمن ثابتېدلای شي.
د هغه په باور، هرکله چې يو حکومت له مخالفو ډلو سره خبرې کول غواړي، نو بايد هغوی ته مشروعيت ورکړي او په خبره يې چې افغان حکومت ته پکار دي چې د سولې خبرو لپاره هغوی ته مشروعيت ورکړي او د قطر د دفتر له لارې د سولې خبرې پر مخ يوړل شي.
څه موده وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي و، چې ګنې ولسمشر ټرمپ او غني په يوه ملاقات کې په قطر کې د طالبانو د دفتر پر تړلو خبرې کړي او امريکا د دغه دفتر په تړلو غور کوي.
تر اوسه افغان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څرګندونې نه دي کړي، خو د افغانستان ولسي جرګې غړو او سياسيونو د دغه دفتر تړلو سره مخالفت څرګند کړی او دا يې طالبانو سره د تماس نيولو غوره ادرس بللی دی.
طالبانو دغه دفتر په ۲۰۱۳م کال کې پرانيست او غواړي چې د نړۍ سره له دې لارې خپل سياسي فعاليت او روابط پر مخ يوسي.
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د يوناما دفتر دوه افغان کارکوونکی چې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوي و، د قطر دفتر سره له اړيکو وروسته يوناما ته وسپارل شو.
طالبانو ويلي و، چې د دغه کارکوونکو د پيدا کولو لپاره په افغانستان کې د يوناما ادارې او د تښتول شويو کسانو کورنيو د قطر د سياسي دفتر له لارې له (اسلامي امارت څخه د دوی په راخلاصولو کې د مرستې غوښتنه وکړه) او په وينا يې چې د دوی په هلو ځلو ياد کسان پيدا او د هغوی تښتوونکی چې مشهور په زردادسرحدي و ونيو، خو نوموړی اختطافګر (له يوځای څخه بل ځای ته د انتقال پر مهال پر طالبانو بريد وکړ او په نتيجه کې ووژل شو).



