طالبانو د کاناډايي بندي له خوا پر دوی لګول شوي تورونه رد کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۳): د طالبانو له منګولو راخوشي شوي کاناډایي جاشوا بویل په طالبانو تور پورې کړی، چې برمته کوونکو يې پنځه کلن بند کې دده پر مېرمنې جنسي تېری کړی او طالبانو یې یو ه کوچنۍ لور هم وژلې ده.

نوموړي دغه څرګندونې کاناډا ته له رسېدو وروسته له خبریالانو سره په يوه خبري ناسته کې کړي دي.

وسله والو طالبانو د جاشوابويل ادعاوې رد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې (موږ د دښمن په لاس کې د بندیانو دغه جوړې شوې او جعلي ادعاوې په کلکه ردوو).

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بنديان (ښځه او خاوند) له نيول کېدو تر خوشې کېدو پورې د څو دقیقو لپاره هم نه دي سره جلا شوي.

طالبان وايي، د وړې نجلۍ د وژلو خبره ناسمه ده، خو زياتوي چې د بند په زمانه کې یوه پيښه داسې وشوه چې یاده ښځه ناروغه شوه، سیمه ډيره خرابه وه، ډاکټرته لاس رسی آسانه نه وو، چې د همدې نامناسب وضعیت له امله یوه ماشومه په طبعي ډول نقصان شوې وه (نور نه چا په قصدي ډول د دغې جوړې ماشوم وژلی) اونه يې هم کوم ظلم او تیر ی پرې کړی.

ښاغلی مجاهد وايي، که داسې څه په پلان کې وای نو اوس به دغه بنديان له درې ماشومانو سره خپلو کورونو ته نه ستنېدل.

دغه راز نوموړي ويلي: (کوم څه چې د دښمنو کړیو لخوا په رسنیو کې خپریږي، له حقیقت څخه لري دي ځکه یاد کسان اوس زموږ د دښمن په اختیار کې دي هرډول بدناموونکې خبره په مجاهدینو پسې تړلی شي).

کاناډايی جاشوا بويل او مېرمن یې کېټلان کولمن په ۲۰۱۲ کال کې په وردګو ولايت کې د جاسوسۍ په تور د طالبانو له لوري نيول شوي و، چې د بند په موده کې يې درې ماشومان هم پيدا شول.

د تېرې پنجشبې په ورځ د پاکستان پوځ د مطبوعاتي دفتر څخه د هغوی د خوشې کولو اعلان وشو او ويلي و، چې د هغوی په موندنه کې د امريکايانو له لوري ورسره استخباراتي مرسته شوې ده.

خو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ځينو سرچينو په حواله ليکلي و، چې دغه بنديان د يو درېيم ګړي هېواد په منځګړيتوب خوشي شوي او د دغه هېواد نوم يې نه دی په ډاګه کړی او په اړه يې نور معلومات هم نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button