دولتي چارواکي: د فاریاب د ټرانسفورټي الوتکې په نسکورېدا ۱۳تنه افغان عسکر طالبانو ته لاسته ورغلي دي

کابل ټکی کام ۰۴لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د فاریاب ولایت د پولیسو مشر ښاغلی سید آغا ثاقب رسنیو ته ویلي دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د یوه ټرانسفورټي هليکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې ۱۳تنه افغان حکومتي عسکر طالبانو ته لاسته ورغلي دي.
ثاقب همدا راز وویل چې په یاده پېښه کې ۳تنه پوځیان هم وژل شوي دي.
د فاریاب ولایت د پولیسو یاد مشر وايي چې د یادې هلیکوپټرې د نسکورېدو «ځکه» تر اوسه پورې نه ده مالومه، او دوی کوښښ کوي چې یاد ۱۳تنه د طالبانو لاسته ورغلي حکومتي عسکر بېرته د طالبانو له لاسه وژغوروي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button