د بریښنایي تذکرو د ویش لړۍ به د راتلونکې میاشتې په اوږدو کې پیل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله۲۳ فرید افغان)

د نفوسو د احوالو د ثبت مدیریت وایي چې په پام کې لري ترڅو د عقرب ( لړم )میاشتې په اوږدو کې د بریښنایي تذکرو د ویش بهیر پیل کړي.

د نفوسواحوالو د مدیریت مرستیال ویس پایاب رسنیو ته ویلي چې ټول ۹۵ سلنه کارونه یې بشپړ دي او چمتو دي ترڅو په لنډ راتلونکي یادې تذکرې خلکو ته وویشي.

د نوموړي په وينا، چې د ځنډ لامل ځینې تخنیکي کارونه و چې اوس تر ډیره بریده حل شوي او زیاتوي چې دوی دا مهال کوم سياسي او تخنيکي مانع نه لري چې د دې کار خنډ وګرځي.

د پایاب په خبره؛ د تذکرو د ویش لپاره یې سلګونه ځوانان استخدام کړي او دا مهال یې د روزنې چارې روانې دي.
نوموړی وایي چې په پام کې لري ترڅو په لومړيو شپږو مياشتو کې په کابل ښار کې لس مرکزونه د عامو وګړو لپاره او ۱۰ نور به په دولتي ادارو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل کړي چې په وینا یې په پام کې لري د ولایاتو د تثبیت پروسه له کابل څخه وروسته پیل کړي.

که څه هم د دې ادارې چارواکو د روان کال د وري د میاشتې په نهمه نیټه په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال ويلي وو چې د برېښنايي تذکرو د وېش ازمايښتي بهير به تر راتلونکو دریو مياشتو پورې (د چنګاښ مياشت) پيل شي او ژمنه یې کړې وه، چې په دې پړاو کې به د هېواد ٥٠٠ وګړو ته برېښنايي تذکرې ورکړل شي.
خو نه یواځې دا ژمنه عملي نشوه بلکه نوره هم وځنډیده او ښایي اوسنۍ ټاکل شوې نیټه هم وځنډول شي.
که څه هم سیاسي شنونکي او عام ولس د تذکرو د ویش لړۍ د ځنډ لامل په حکومت کې دننه ځینې سیاسي رقابتونه یادوي خو د نفوسو احوالو د ثبت مدیریت یې بیا ځنډ د نورو لاملونو له امله ښیي چې پر وینایي یاد مدیریت پدې موده کې د (GTR) په نامه له یوې کمپنۍ سره تړون تمديد کړ او تر هغه وروسته له يادې کمپنۍ سره شوی تړون بيا وڅېړل شو چې څه ناڅه ځنډ دې چارې هم رامنځته کړ.
همداراز تر یاد تړون وروسته د دې کمپنۍ له خوا د سيسټم پاکول، د بېلابېلو کړنو طی مراحل او د کورنيو چارو له چوکاټه د دې ادارې خپلواک کېدل ستونزې وې چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ازمايښتي لړۍ مخه يې ډب کړې وه.
بلخوا سیاسي کارپوهان وایي چې د نفوسو د احوالو مدیریت له خلکو اورسنیو حقایق پټوي او د ځنډ اصلي لامل لا هم د ملت (افغان) کلمې پرسر پروت جنجال په ګوته کوي چې لا هم د یوې جنجالي لاینحل موضوع په حیث پاتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button