حکمتیارصیب مزی دی وکړی

لیکوال:ابوبکرعظیمی
حکمتیارصیب ستاهغه خبری مو اوس هم یاد دی چه ویل به دی که یوخارجی یرغلګر په افغانستان کی شتون ولری نوزه به تسلیم نشم.
اوکه تسلیم شوم نو زه به دمحمد(ص)امتی نیم.
حکمتیارصیب ستاهغه خبره موهم یاده ده چه ویل به دی که دکفارو په تورلیست کی زمانوم موجود وی نو دازمالپاره ډیر دفخر ځای ده او که چیری زمانوم دکفارو له تورلیست څخه لری شی نو دابه زمالپاره ګمراهی او دافسوس ځای وی.
باالاخره همداسی وشول.
تسلیم هم شولی او نوم دی هم دکفارو له تورلیست څخه لری شو او دیهودیانو په سپین لیست کی داخل شوی.
نو له تعصب څخه علاوه خو دانصاف خبره داده چه ته پخپله فیصله باندی چه دځان پرحق کی دی کړی ده هغه داده چه ته دمحمد(ص)له امت څخه نه یی اوپخپله فیصله باندی ګمراه هم شوی.
خو حقیقت دادی چه که یوڅوک پخپل عهد او وعده وفا ونکړی اوخپل ضمیر ووژنی نو دهغه په وجدان کی اصلا دشرم او حیاء په نوم هیڅ شی وجودنلری.
خوکله چه حیاء ختمه شوه نو نبی علیه السلام دهغه کس په هکله داسی فرمایی.
اذافاتک الحیاء فافعل ماشئت.الحدیث.
ژباړه: کله چه حیاء لاړه شی بیادی چه څه خوښه وی هغه کوه!
نوحکمتیارصیب هغه جهادونه تقریرونه وعدی او عهدونه اوحیاء خو هسی هم درڅخه لاړل .
اوس خو دامریکایانو دښمنان ستادښمنان دی .
اوس خو ستاپه اند امریکایان ښه خلک دی او طالبان بد.
نو اوس دی دمزو اوچړچو وخت ده که نریی ډالرجمع کړه خوندونه اخله عیشونه کوه اوله ښځینه و سره ملاقاتونه کوه.
حکمتیارصیب که ریښتیا درته اوایم نو دجنکیو په منځ کی ډیرښکلی ښکاری!



