خوست: سږکال طبیعي پیښو لسګونه زره جریبه ځمکه ویجاړه کړې

د خوست ولایت چارواکي وایي چې پدې ولایت کې سږکال طبیعي پیښو موسمي بارانونو او له کبله یې د سختو سیلابونو راوتلو د دې ولایت شاوخوا ۴۴ زره جريبه کرنيزه ځمکه ویجاړه کړې، چې په کرنيزو محصولاتو يې ژور منفي اغېز کړی دی.
د
د خوست د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست سرپرست رئيس شريف الله ځدراڼ یوې خبري غونډې ته وویل چې خوست ته تر بل هر وخت سږکال ډیر زیانونه ورسیدل چې کروندګرو او باغوانانو یې لوړه بیه پرې کړه.

نوموړي زياته کړه چې، په روان کال کې يې له نږدې ۲ زرو زيانمنو شويو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو ترڅنګ د نورو اړينو وسايلو مرسته کړې خو خلک دا مرستې کاپي نه بولي او له مرکزي حکومت څخه دې ولایت ته د لا زیاتې توجه غوښتنه کوي.
که څه هم د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره د ټولو ځپل شویو سره د مرستو د ورکړې خبر ورکوي او د راتلونکي ژمي لپاره یې هم د امادګي ډاډ ورکړی خو د دې ولایت ځپل شوي اوسیدونکي بیا د اعتراض په توګه وایي چې حکومت ورسره لازمې مرستې ندي کړې او ډیری بسپنې د چارواکو او یا د قومي مشرانو د لاس په لاس کولو په ترڅ کې شخصي جیبونو ته ځي چې مستحق کسان د مرستو د ویش له لړۍ څخه محروم وي.
د طبعي پیښو سره د مبارزې سرپرست رئیس وایي چې د تیر کال په پرتله اوس دوه چنده زیاته بودیجه لري او په وینا یې چې (موږ ته تېر کال درې ميليونه افغانۍ بوديجه راغلې وه، د بېړنيو مرستو لپاره او سږ کال موږ اووه ميليونه افغانۍ بوديجه لرو)
خوست یواځینی ولایت ندی چې د سږکال سختو بارانونو او توندو سیلابونو ورته مالي زیانونه اړولي بلکه د هیواد په مختلفو ولایاتو کې سږکال هم د تیرو کلونو په څیرخلکو ته د ځاني زیان سربیره درانده مالي خسارات هم واوښتل چې په حکومت کې دننه د پراخ فساد له امله ځپل شویو ته لاهم د مرکزي حکومت لخوا څخه لمړنۍ مرستې ندي ورکړل شوې او نه هم ځایي چارواکو ورته کومه پاملرنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button