د پکتیا ولایتي شورا: حکومتي چارواکي د بریښنا په رسولو کې خلکو ته دروغ وایي

پکتیاوالو یوځل بیا حکومت په دوکه او چل بازي تورن کړ او په وینا یې چې له دوی سره په کړیو ژمنو یې هیڅ عمل ندی کړی.
د دې ولایت د ولايتي شورا وکيلان او مدني فعالانو نن ورځ په یوه ناسته کې څرګنده کړه چې له کابل څخه د پکتيا مرکز ګردېز ته د انتقالي برېښنا پروژې چارې په ټپه ولاړې دي او په وینا یې چې د مرکزي حکومت کړې ژمنه هیڅ نده عملي شوې.
د پکتیا د ولایتي شورا رئیس علامیر بهرامزي وویل چې حکومت ورته ژمنه ورکړې وه چې یاده پروژه به په ۱۸ میاشتو کې دننه بشپړه او کار اخیستلو ته چمتو شي چې اوس یې تر دو کالو زیات وخت وتلی او لا یې هم نیمایي چارې پاتې دي.
مدني فعالانو او دولایتي شورا وکیلانو وویل چې د بریښنا ریاست په ګډون یې آن تر جمهور رئیس پورې خپلې غوښتنې رسولې خو تر اوسه ورته هیڅ کوم بنسټ د پلې کیدو عملي ژمنه نده ورکړې.
خو د پکتيا د برېښنا رئيس انجنر محمد اصف نيازي بیا د معترضینو دا خبرې بې اساسه بولي او زیاتوي چې؛ د بریښنا ۹۹ سلنه چارې تکمیل شوې او یواځې د لین غځولو او نورې برقي چارې پاتې دي چې له ژمنې سره سم به یې تر یوې نیمې میاشتې پورې نهایي کړي .
نوموړی د ولایتي شورا هغه څرګندونې هم ردوي چې ګواکې دوی خلکو ته ۱۸ میاشتې وخت ورکړی و او پر وینا یې چې دا ډول هیڅ ژمنه یې له خلکو سره نده کړې.
د بریښنا ریاست په وینا چې له تاجکستان څخه د راتلونکې انتقالي برېښنا څخه به په لومړۍ پړاو کې ۱۳۰۰۰ ورپسې دوه او بيا درې برابره کورنيو ته برېښنا رسوي او تر ۲۰۲۵ کال پورې به ټولې پکتيا ته برېښنا رسوي.
خو د مرکز اړوند خلک لا هم د بریښنا ریاست له تقسیماتو سر ټکوي او په وینا یې چې د شوې سروې تر مخه یې بریښنا یواځې د ښار اړوند سیمو ته ورکړې او هغو خلکو ته چې د بریښنا پایي یې په ځمکو او پټیو کې راتیرې شوې هیڅ برخه نده ورکړل شوې چې دې چارې هم خلک له دولت څخه ناراضه کړي دي.



