ذبيح الله مجاهد: لوګر کې ۲۱ کمانډو عسکر وژل شوي، جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۴): طالبان وايي، د هغو کمانډو عسکرو پوځي قطار يې تر بريدونو لاندې راوستی چې څو ورځې مخکې د لوګر مرکز مربوط زرغون شهر سيمې ته د عملياتو په موخه ورغلی و.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې له پرون راهيسې دولتي ځواکونو هيڅ پرمختګ نه دی کړی او په دوامداره توګه تلفات ورکوي.
نوموړی زياتوي، په دغو بريدونو او چاودنو کې يې تر دې مهاله ۲ ټانګونه او يو رينجر موټر ويجاړ کړي، ۸ عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په وینا، طالبان د (سنيپر) نښه ويشتونکې وسلې څخه استفاده کوي، چې تر دې دمه پکې ۱۳ کمانډو عسکر وژل شوي دي.
يوې امنيتې سرچينې په زرغون شهر کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې تائيد کړي او په وينا يې چې دمګړۍ هم جګړه روانه ده.
د لوګر ولايتي چارواکو تر دې دمه څه نه دي ويلي، خو څو ورځې مخکې امنيتي مسئولينو د عملياتو د پیلولو خبر ورکړی و.



