مصر کې ۶ پوځيان وژل شوي- ۳۷ نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۴): د مصر امنيتي مسئولين وايي، چې د دغه هېواد په سينا ولايت کې په امنيتي پوستو وسله وال بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ۶ پوځيان او ۲۴ وسله وال وژل شوي دي.
د مسئولينو په وينا، په دغه نښتو کې ۳۷ نور عسکر ټپيان شوي هم دي.
د دغه هېواد پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د دولتي ځواکونو به بريدونو کې ۲۴ وسله وال وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، د وسله والو بريدګرو د ځپلو لپاره له اپاچي هليکوپترو څخه کار اخيستل شوی دی.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی، خو چارواکي يې پړه پر داعش وسله والې ډلې اچوي.
تر دې وړاندې هم د دغه ډول بريدونو پړې داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستي دي.



