د ترکیې په سواحلو کې د افغانانو په ګډون لسګونه کډوال نیول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۴ فریدافغان)

ترکي رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد سمندري قواوو ۶۰ تنه کډوال چې په غیر قانوني ډول تر دې هیواد پورې رسیدلي و او هڅه یې کوله چې نورو اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي نیولي او تر تحقیقاتو لاندې دي.
یاد کسان چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي د ترکیې په ازمیر ښار اړوند د دیکلي په ولسوالۍ کې داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې د کوچنیو کښتیو څخه په استفادې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.
نوموړو کډوالو اعتراف کړی چې یونان ته د تلو تکل یې درلود چې د سمندري ځواکونو له لوري تعقیب او نیول شوي.

د ترکیې چارواکو ویلي چې نیول شوي کډوال امنیتي ځواکونو له روغتیايي معاینې وروسته د ایزمیر ولایت د کډوالو ادارې ته سپارلي چې د قانوني مراحلو له ترسره کیدو وروسته به اړوندو هیوادونو ته وسپارل شي.

دا لمړی ځل ندی چې افغان کډوال د قاچاقي لارو د سفرونو څخه له داسې ننګونو سره مخ کیږي بلکه تر وړاندې هم په ورته ډلییزه توګه افغانان نیول شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.
سره له دې چې داسې سفرونه له مرګ سره لوبې کول دي خو چارو څاروونکي په دې آند دي چې په هیواد کې شته فقر او نا امنیو ډیری افغانان د داسې خطرناکو سفرونو منلو ته اړ کړي دي او زیاتوي چې که بهرنیان دا هیواد پریدي ټول مسائل به حل شي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button