دشېدو پیسې شیدو ته پاتې شوې او د اوبو پیسې اوبو ته ولاړې

ترجمه : عبد الله صدیقي
كيسه ده!
یو سړی چې محمود نومیده خالصې شېدې یې خرڅولې او په شېدو کې به یې اوبه نه گډولې، له همدې امله مشتریان یې ډېر وو او مشتریان پرې پوره ډاډمن وو.
یوه ورځ محمود ځان سره فیصله وکړه، چې ورځنۍګټه باید زیاته کړم، نو په شېدو کې یې اوبه ګډې کړې او شېدې یې لکه پخوا په خپلو مشتریانو خرڅې کړې. مشتریان په محمود ډاډمن وو، نو دغه شېدو ته چې اوبه ورسره ګډې شوې و متوجه نه شول. دمحمود ګټه په دې ورځ دوه چنده شوه.
محمود د دوه چنده ګټې نه خوشاله و او په خوشالۍ کور طرف ته بېرته روان شو، په لاره کې ستړی شو نو دلارې سره خوا کې د یوې ونې لاندې د استراحت لپاره کېناست، دغې لارې سره نږدې د اوبه یو نهر هم بهیده، محمود د پیسو همیانۍ په ځمکه کيښوده ، لږ وخت وروسته ناڅاپي یو بیزو را ښکاره شوه او د پيسو په همیانۍ یې ور ټوپ کړل او همیانۍ یې وتښتوله، محمود بیزو ته ډېره عاجزي ښکاره کړه، چې همیانۍ بېرته ورکړي خو بیزو دا کار ونهکړ.
بیزو د پیسو همیانۍ خلاصه کړه او یوه درهم به یې محمود ته غورځوه او بل درهم یې د اوبه نهر ته غورځوه، په دې ترتیب همیانۍ له پیسو تشه شوه. محمود کور ته ستون شو او پاتې پیسې یې وشمارلې. ویې ليده چې هغومره پیسې ورته پاتې دي څومره یې چې مخکې ګټلې ( دخالصو شیدو پیسې پاتې وې او د اوبو پیسې نه وې پاتې )
(مال الحليب للحليب ومال الماء للماء).
محمود په خندا شو او ویې ویل : دشېدو پیسې شیدو ته پاتې شوې او د اوبو پیسې اوبو ته ولاړې. د خلکو اعتماد او ډاډ ستا لپاره لویه خزانه ده، د خلکو سره داسې معامله کوه چې الله تعالی هم درنه خوښ وي او خلک هم خوښ وي. دخلکو سره دوکه مه کوه دهغوی دباور او ډاډ نه غلطه استفاده مه کوه .



