د هند د ملي امنیت سلاکار اشرف غني ته د هند دسفر بلنه ورکړه :

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۵ فریدافغان)

تیره ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال ورسیده او هلته یې د جمهور رئیس غني په ګډون له یو شمیر جګپوړو افغان چارواکو سره وکتل.
له ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له خبرسره سم نوموړي له افغان چارواکو سره په سیمیز امنیت اقتصادي همکارۍ او یو لړ نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې .
نوموړي د امریکا جګړیزه ستراتیژي د سولې لپاره ښه ګام بللی او خپل ملاتړ یې ترې ښکاره کړی دی.

نوموړی وروسته له هغه افغانستان ته سفر کوي چې څو اونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هندوستان ته په یوه رسمي سفر تللی و،چې د بحث مهمه موضوع افغانستان و.
د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د خپل هېواد د لومړي وزیر په استازیتوب جمهوررئیس غني ته د هند درسمي سفر بلنه ورکړه چې نوموړي هم ومنله خو لا معلومه نده چې نوموړی به یاد سفر به کله ترسره کوي .
باید وویل شي چې په تیر کې امریکا له هند څخه غوښتي و، چې په افغانستان کې خپل نظامي حضور زیات کړي خو نوموړي هیواد د ګاونډي پاکستان د رقابت له کبله له دې کاره ډډه کړې وه .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button