مسکو: د طالبانو سره د مرستې اوازې دروغ او له حقیقته لرې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۵ فرید افغان)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ویبپاڼه د ټایمز مجلې هغه راپور رد کړ چې ګواکې دا هیواد په غیر مستقیم ډول له طالبانو سره په کلني ډول ۲.۵ میلون دالر مرسته کوي.
ټایمز مجلې دا خبر د یوې نامعلومې سرچینې له ادرسه ورکړی و چې ګواکې د حیرتانو له بندر څخه د روسیې تیل افغانستان ته واردیږي او تر هغه وروسته یې بیا ټوله ګټه طالبان ترلاسه کوي.
روسیې ویلي داسې خبرونه جعلي او بې اساسه دي او په وینایې چې دوی له هیڅ یوې وسلوالې ډلې مالي حمایت ندی کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼې د ټایمز ورځپاڼې په ګډون ټولو رسنیو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان په هوایي قلمرو کې دې هغه ناڅرګنده چورلکې معلومې کړي چې د داعشي وسلوالو په سیمه کې ناستې کوي او هغوی ته وسلې او کوردینات رسوي.
چې په وینا یې داخبر د نامعلومو سرچینو څخه نه بلکه په یادو سیمه کې دې ولسي وګړي وپوښتي.
باید وویل شي چې طالبانو په ځلونو رد کړې ده چې ګواکې دا ډله دې دسیمې له هیوادونو مالي او تخنیکي مرستې ترلاسه کوي.
طالبان وایي دعاید اصلي منبع یې افغان ولس ده هغوی یې حمایه کوي او د وسایلو او امکاناتو په برخه کې له هغو وسایطو استفاده کوي چې له افغان ځواکونو یې په غنیمت نیولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button