ریښتینې مینه کې وفا د سړي مرسته کوي

غـــــــزل
شفاعت ريحان
زدکړه رڼا ده او رڼا ، د سړي مرسته کوي
د شپو په کلي کې نو دا ، د سړي مرسته کوي
زه به نو خود یمه پیاوړی داسې رب چې لرم
تر مرستې وروسته یوځل بیا د سړي مرسته کوي
ځینو خبرو کې د ژبې تاثیر نه وي دومره
ځینو خبرو کې ژړا د سړي مرسته کوي
ته خو له خدایه راته و غواړه لقاء او جنت
مور جانې ستا یوه دعا د سړي مرسته کوي
که خلاسوې د ازادۍ ناوې له سره کافره
په دغه کار کې نو غزا د سړي مرسته کوي
د بېلتون درد به شفاعته ! تېروې پر زړګي
ریښتینې مینه کې وفا د سړي مرسته کوي



