د غزني شلګر ولسوالۍ طالبانو نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۵)د غزني امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه یې د شلګر ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه یې جنګیالیو د شلګر امنیتي پوستې نیولي او لسګونه عسکرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د مجاهد په خبره، لومړی یو سرتېري بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او وروسته د ولسوالۍ پر مرکز او امنیتي پوستو یې بریدونه پیل کړل.
طالبان خپل لوري ته د دوو تنو د وژل کېدو او دوو تنو د ټپي کېدو خبره هم کړې ده.
د غزني د شلګر ولسوالي داسې مهال طالبان نیسي، چې تېره ورځ یې د کندهار د معروف او د فراه د شبکو ولسوالۍ هم له دولتي عسکرو نیولي دي.
طالبان وايي، په درې واړو ولسوالیو کې یې له دولتي عسکرو موټرې، سپکې او درنې وسلې او ګڼ مهمات هم نیولي دي.
د غزني امنیه قومندان وايي، دولتي ځواکونه به ولسوالۍ بېرته د طالبانو له ولکې خلاصه کړي.
د غزني د څوارلس ولسوالیو څخه شپږ یې د طالبانو سره دي او د څو کلونو راهیسې یې تر ولکې لاندې دي.



