افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ترلاسه کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۵)په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل پر خپل ټویټر لیکلي، چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ۱۳۰ هېوادونو رایه خپله کړه او د راتلونکي درې کلونو لپاره د دې شورا غړی شو.
د ښاغلي صیقل په خبره، د افغانستان ماموریت راتلونکی کار پلېږي او د افغانستان سربېره اسټرالیا، چیلي، کانګو، مکسیکو، قطر، نيپال، سینیګال، سلواک، هسپانیه، پاکستان، اوکراین، پیرو، نایجریا او انګولا د درې کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړي شول.
په ملګرو ملتونو کې په ۲۰۰۶ز کال کې د بشري حقونو شورا جوړه شوه، چې له هماغه وخته یې ۴۷ دایمي غړي لري.
امریکا، انګلستان، فرانسه، روسیه، جرمني، ډنمارک، اسراییل، مصر او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه هم ددې شورا غړي دي، چې تراوسه دبشري حقونو په سرغړونه تورن دي او لا سرغړونه ترې کوي.
په افغانستان کې هم د بشري حقونو د نقض پېښې کال تر بلې ډېریږي او د ګډ حکومت لوړ پوړي چارواکي هم د بشري حقونو په نقض تورن دي.



