چارواکي: په جغتو ولسوالۍ موټربم او ډله ييز بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۵): د ميدان وردګو ولايت امنيتي مسئولين وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت په جغتو ولسوالۍ موټربم برید او ډله ييز وسله وال بريد شوی.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله الله اميني پژواک ته ويلي، چې وسله والو طالبانو لومړی د موټربم په توسط بريد وکړ او وروسته يې ډله ييز وسله وال بريد پيل کړ.
نوموړی وايي، نښتې تر پنځو ساعتونو پورې دوام وکړ او په خبره يې چې طالبان يې په شاه وتمبول.
د هغه په وينا، طالبانو غوښتل چې ياده ولسوالۍ سقوط کړي خو ونه توانېدل.
د امنيه قوماندانۍ وياند د ولسوالۍ په قره اول کې د ملي اردو د دوو سرتیرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
هغه وايي، په دغه بريد کې يې لسګونو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه درلودل.
طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي چې د ميدان وردګ د سيداباد ولسوالۍ مربوط د بيدهکه په سيمه کې يې د دولتي عسکرو په ټانګ چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې يو تن عسکر وژل شوی او يو ټپي دی.



