عراقي پوځ د کرکوک ښار ونيو او د سنجار ښار ته ننوتل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۵): د عراق پوځ له کردي پيشمرګه ځواکونو د کرکوک ښار په مکمله توګه ونيو او د سنجار ښار ته د ننوتلو په حالت کې دي.
د ټي آرټي د راپور پر اساس کردي ځواکونه ټول له کرکوک ښاره وتلي او په دغه ښار کې هوايي ډګر، د تيلو زيرمې او لوی پوځي مرکزونه د عراق پوځ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
ويل کېږي، عراقي ځواکونو ته د دغه ښار د پرېښودلو سره د کردي چارواکو تر منځ خپلمنځي جنجالونه پيدا شوي دي.
د کرکوک په نيولو کې د پيشمرګه او عراقي ځواکونو تر منځ په نښتو کې لس کردي پيشمرګه سرتيري وژل شوي دي.
جګړه پرون سهار پېل شوه او ویل کېږي د ښار زرګونو اوسېدونکي د تېښتې هڅې کوي.
د کرکوک څخه د پيشمرګه ځواکونو له وتلو وروسته په دغه ښار کې دوه کلي (طويليعه او الملحه) داعش وسله والې ډلې نيولي دي.
د عراق لومړي وزير حیدرالعبادي د عراقي پوځ له لوري د دغه ښار د نيولو خبر تائید کړی او د کرکوک لپاره يې نوی والي ټاکلی دی.
نوموړي ويلي، چې په نږدې څو ورځو کې به د کرکوک له ښار څخه خپله ليدنه وکړي.
دغه راز عراقي پوځ د کرکوک له نيولو وروسته د سنجار ښار ته ننوتلي، خو کردي ځواکونو کوم مقاومت نه دی کړی او ټول پيشمرګه ځواکونه د سنجار غره ته ختلي دي.
اوس مهال عراقي پوځ په سنجار کې د لويو امنيتي مرکزونو په منظم کولو بوخت دي.
د کردستان د فدرالي حکومت له خوا د ستمبر په ۲۵ د ازادۍ لپاره ټولپوښتنه وشوه، چې ډیری کردانو خپلواکۍ لپاره رايه ورکړه، په دغه ټولپوښتنه کې د کرکوک ښار هم شامل و، خو د عراق مرکزي حکومت، ترکيې، ایران او ځينو نورو ګاونډيو هېوادونو ورسره مخالفت څرګند کړ او بغداد يې پر وړاندې د پوځي عملياتو د پيل اعلان وکړ.
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې په کرکوک نه د عراق د مرکزي حکومت او نه هم د کردانو پلوي کوي.



