پکتيا: د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۵): وسله والو طالبانو نن سهار د پکتيا ولايت په امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي، چې لا هم دوام لري.

د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د طالبانو په بريدونو امنيه قوماندان توريالی عبدياني هم وژل شوی دی.

د پکتيا د چټک غبرګون د قطعې قوماندان رحم خدا مخلص رسنيو ته د نوموړي وژل کېدل تائيد کړي او زياته کړې يې ده، چې نوموړی نن سهار لومړی ټپي او وروسته يې په قل اردو کې ساه ورکړه.

د پکتيا د عامې روغتيا رئيس هدايت الله حميدي د فرانیسې خبري اژانس ته ويلي، چې د پېښې له ځای څخه ۱۵ جسدونه او ۱۵۰ ټپيان وروړل شوي دي.

د دغه بريدونو مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، د امنيه قومندانۍ په ودانۍ او د نظم عامه په کنډک کې د دوی وسله وال لا هم په جګړه بوخت دي.

نوموړي د جګړې له ځای څخه د خپلو وسله والو له قوله راپور ورکړی، چې  ۴۰ تنه هغه عسکر او پولیس یې هم وژلي، چې په ودانیو کې دننه  پاتي وو او د تالاشي په مهال یې  له دوی سره  د مقاومت هڅه کوله.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په بارودي واسکټونو سمنبالې يوې وسله والې ډلې د پکتيا په امنيې قومندانۍ، نظم عامه او د پوليسو په روزنيز مرکز بريدونه پيل کړي، چې لا هم روان دي.

د سيمې له ځای څخه يوې امنيتي سرچينې وويل، چې څو شيبې وړاندې د امنيې قوماندانۍ مخې ته په راټولو شويو د ځانګړې قطعې په عسکرو زوروره چاودنه وشوه، چې لسګونه عسکرو ته يې پکې مرګ ژوبله واړوله.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دغه چاودنه کې د ځانګړې قطعې ۳۳ عسکر وژل شوي او ډیری نور ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button