شمالي کوريا: هره شېبه اتومي جګړه پیلېدای شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۵): په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوريا د سفير مرستيال کيم ان ريونګ ملګرو ملتونو ته د اتومي جګړې د پيلېدو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي ويلي، په دې اندازه په نړۍ کې بل هيڅ هېواد د امريکا د اتومي ګواښ سره نه دی مخ شوی، لکه څومره چې شمالي کوريا ده.
هغه خبرداری ورکړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ حالت تر وروستۍ کچې خراب شوی او په وينا يې چې هره شېپه د اتومي جګړې د پېليدو امکان شته.
هغه ويلي، چې هېواد يې نه شي کولای د امريکا د ګواښونو پر وړاندې د هستوي وسلو په برخه کې نړيوال قراردادونه لاسليک کړي.
هغه ګواښ وکړ، که په سیمه کې امريکايي ځواکونه د شمالي کوريا په پوځي سيمه کې نور پرمختګ وکړي، نو دوی به يې ځواب ورکړي.
تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير سي ان ان تلويزيون سره په يوه مرکه کې ويلي و، چې په شمالي کوريا د لومړي بم تر غورځولو پورې به ديپلوماتيکي هلو ځلو ته دوام ورکړي.



