طالبانو او حکومت د ګردېز د ننني برید وروستي جزیات خپاره کړل

 

 

نن سهار د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې طالبانو پر حکومتي ځواکونو مرګونې حمله وکړه چې سلګونو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد په یوه خبرې ناسته کې وویل، چې په نني برید کې شاوخوا ۴۱ تنه کسان ووژل شول چې له ډلې یې د پکتیا د امنیې قوماندان په ګډون ۲۱ پولیس او ۲۰ تنه ملکي کسان و، چې په هغو کې هم تر ډیره دولتي مامورین شامل و.

خو طالبانو ویلي چې په برید کې یواځې ۴۳۹ نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کیږي چې نن په یاده قوماندانۍ کې د امنیتي ځواکونو لویه غونډه په پام کې نیول شوې وه چې تر پیل څو شیبې وړاندې دا برید ترسره شو.

د وزارت په وینا په برید کې تر ۱۵۰ ډیر کسان ټپیان شوي هم دي چې غوڅ اکثریت یې امنیتي کسان دي.

ځیني ملکیان  چې د پوهنتون څو تنه محصلین هم پکې شامل و په ښیښو باندې سطحي ټپیان شوي چې بیرته سملاسي له روغتون څخه رخصت شوي.

تر یادې ۵ ساعتیزې جګړې وروسته اجرایه رئیس هم دې ولایت ته سفر وکړ او دپیښې قربانیانو سره یې له نږدې لیدلي.

   طالبانو په سملاسي توګه د یادې حملې مسؤلیت ومانه او دا برید یې حکومت ته خپل لومړنی پیغام بللی چې د امریکایانو په درواغجنو وعدو دې نه غولیږي او په وینا یې چې د دوی مرال به هیڅ قوت هم کمزوری نکړي .

طالبانو ویلي چې په نني ۵ ساعتیز برید کې یې  ۲۷۷  پولیس او نور امنیتي ځواکونه وژلي او ۱۶۲ تنه نور ټپیان دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد برید ۸ تنو جنګیالیو ترسره کړی او زیاتوي چې ‹‹لومړی داسدالله خوستي په نامه یوه بریدګر خپل له منفجره موادو څخه ډک موټر د نظم عامه پولیسو د مرکز په نظام قراول کې منفجر کړ چې له امله يې نظام قرارول، د پیره دارانو خونې، د خوب خوني، استوګن ځایونه  او ټول موانع له منځه لاړل.››

د مجاهد په وینا له برید سره همهاله ۳ تنه نور بریدګر

چې په درنو وسلو، اور غورځونکو وسیلو، لاسي بمونو، چسپکي ماینونو، سپکو او درنو وسلو سمبال وو مرکز ته ننوتل او هلته یې په پاتې عسکرو بریدونه پیل کړل.

د مجاهد په خبره دوهم موټر بم برید چې د هاموي ټانګ په توسط ترسره شو د امنیه قومندانۍ  په دننه کې منفجر کړ چې هلته دشته موانعو له ختمولو سره سم ۳ تنه نور بریدګر قوماندانۍ ته ننوتل او هلته یې ټول میشت پولیس او نور عساکر په خپلو اتاقونو کې په جلاجلاتوګه په نښه او ووژل.

 مجاهدزیاتوي؛ درییمه چاودنه هم په خاص تکتیک د واکنش سریع په راټولو شویو عساکرو ترسره شوه چې په ټوله کې جګړې ۵ ساعته وخت واخیست او سلګونه دولتي کارمندان او نظامي چارواکي پکې ووژل شول.

طالبانو ویلي چې د برید هدف یې هغه حکومتي کسان وو چې د بهرنیانو موجودیت ته هرکلی کوي

‹‹د برید هدف هغه مهمې او شریرې هستې له منځه وړ وو چې په هیواد کې د اشغالګرو  امریکایانو د ساتنې او پايښت لپاره له نورو څخه ډير په کار بوخت دي او د هیواد د اشغال د اوږدیدو او کفارو ته د فرصتونو د برابرولو سبب ګرځيدلي دي.››

طالبانو ویلي چې حکومت باید د امریکایانو په غوړو وعدو ونه غولیږي ځکه په وینا یې چې هغوی ترې د پیپسي د بوتلونو په حیث کار اخلي.

طالب ویاند په پیغوریزه لهجه ویلي  ‹‹کله چې دوی وژل کیږي، بیا يې همدا خپل مشران اوبهرني باداران حتی د دوی په ناموسونو هم صرفه نه کوي››.

طالبانو ویلي چې دوی چاته په دروغو ګواښونه او اخطارونه نه ورکوي او په وینا یې چې که دولتي ځواکونه لا هم خپلو دندو ته دوام ورکوي انجام به یې تر دې بتر وي.

‹‹عذر او زارۍ هم نه درته کوو، مګر خوا مو درباندې بده ده، چې کاشکې د کفري اهدافو لپاره په دومره شرم او ذلت سره نه وژل کیدای››

باید وویل شي چې د نن ورځې په درشل کې په وردګو، غزني او پکتیا کې په افغان ځواکونو مرګونې حملې ترسره شوې  افغان حکومت تائیدوي چې په ننیو دریو واړو بریدونو کې تر سلو ډیر عسکر وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button