د مسقط ناسته د وخت ضایع ده او که د سولې دروازه؟/ خالد روان

د سولې ډنډوره له تېرو څو کلونو راهیسې غږول کېږي؛ خو دلته نه جگړه ارامه شوه، نه چاپې ودرېدې او نه د عامو خلکو په وژنه کې یوه ذره کموالی راغی. دلته ورځ تر بلې جگړه خونړۍ کېږي او هره ورځ لسگونه افغاني مېندې د ویر پر ټغر ناستې وي. دلته اوس د یو، دوه، درې او څلورو مرگ عادي خبره گرځېدلې او دلته د سولې خبرې تش د هوا گزول دي اوبس!…..

گډ حکومت په‌خپل په درېیم کال کې د امریکا په امر او د حزب اسلامي په ډېر ټینگار سوله وکړه؛ خو د حزب اسلامي د سولې سره د ولسوالیو سقوط اوج ته ورسېده. په روانه اوونۍ کې طالبانو څلور ولسوالۍ ونیولې او د میدان وردگو او غزني جگړه تراوسه روانه ده….

حکومت د خلکو په سترگو کې خاورې اچوي او داسې ښيي، چې دوی خو سوله کوي؛ خو مخالف وسله‌وال یې سولې ته غاړه نه ږدي او په دې برخه کې ټوله ملامتیا پر وسله‌والو طالبانو اچوي.

دوه میاشتې وړاندې په استانه کې د سولې اړوند ناسته وه؛ خو اشرف غني د قزاقستان چارواکو ته ویلي وو، چې طالب مشرانو ته به وېزې نه ورکوئ او نه به یې غونډې ته رابولئ. د مسقط ناسته وشوه؛ خو طالبانو هم یوازې په رسنیو کې واورېدل او خپل استازي یې ورنغلل….

د جگړې مهم لوری«طالبان» هېر شول. حکومت د دې پرځای چې د طالبانو سره اړیکه ونیسي او د سولې غوښتنه ورنه وکړي؛ دوی پاکستان ته زارۍ پیل کړي او د سولې غوښتنه له پاکستانه کوي.

که سوله د پاکستان په لاس کې وای؛ نو اوس به یې وختي دغه نایابه مرغۍ«سوله» د حکومت او یا امریکې په لاس ورکړې وه او ورته ویلي به یې وو، چې دادې سوله…..!

اوسنی گډ حکومت د کرزي د وخت تېروتنې تکراروي او د ملت په سترگو کې خاورې شیندي. د اوسنۍ وینې توېدنې مخنیوی یوازې په دې کې دی، چې حکومت له طالبانو سره اړیکې ونیسي.

سوله د زور خبره نه ده. سوله کې به حتماً دواړه خواوې انعطاف کوي. له ځینو خبرو به حکومت او له ځینو به طالبان تېریږي.

د سولې لپاره باید امریکا د خپلو پوځیانو د وتلو نېټه اعلان کړي او یا دې د نړیوال تضمین سره د خپلو عسکرو نېټه په ډاگه کړي.

که امریکا، افغان حکومت او طالبان جگړې ته زور ورکړي؛ نو زور یې یوازې له ملت نه وځي؛ ځکه دلته نه د اشرف غني زوی مري، نه د عبدالله او نه د ډونلډ ټرمپ، بلکې د غریبو افغانانو زامن مري او چغې یې د کاڼه دولت چارواکي نه اوري.

اشرف غني موږ بیا نه‌شي خطا کولی، چې د حکومت په وروستي کال به د سولې ډنډوره گرمه کړي او بیا به د واک پر گدۍ کېني. د ملت حافظه دومره کمزورې نه‌ده، چې د اشرف غني اوسنۍ ناخوالې هېرې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button