عسکر ته نصیحت

صلاح الدین ایوبي
درویش درانۍ وایي
مور که څه هم ددښمن وه خو چې بوره به شوه
قســـم دی زه به پــــرې زهیر ومه تر ډیره پورې
عسکر جانه باور په خدای وکړه په مرګ دې داسې خپه یم لکه زما سکنۍ ورور چې په دې بریدونو کې وژل شوی وي
نن مې شپه، ورځ ستا د کورنۍ ویر په سترګو کې ګرځیده او ستا د دنګې ځوانۍ په ماتیدو مې اروا خپه وه
خو ته طالب مه ګرمه وه
طالب د خدای امر مجبور کړی او تاسو خپله د خپل مرګ فتوا طالب ته په لاس ورکړې،
[ۡسورَةُ التّوبَة : 41]
انفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجٰهِدُوا بِأَمْوٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ۚ ذٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ.
كه سپك ياست كه درانه (غزا ته) ووځئ او د الله په لار کښي په خپلو مالونو او په خپلو سرونو سره جهاد وکړئ. دا ستاسي لپاره ډېره ښه ده كه پوهیږئ.
او تاسو دا فکر هم مکوئ چې طالب به د بل ګټو لپاره او په اشارو جنګیږي، یو څوک چې خپله ځواني د اور په لمبو کې لولپه کوي، خپل اهل او عیال پریږدي هغه به کله هم د چا ګټو لپاره قرباني نشي
او دادې ایمان او عقیدې جګړه ده، دادې کفر او اسلام ترمنځ جګړه ده، دادې ګران افغانستان د ازادۍ او شرعي نظام د پلي کیدو په سر جګړه ده او کله به هم په دې مرګونې جګړه کې هغه څوک چې د خپل سر او مال نذرانه کولو کې هیڅ ډول خطر څخه دریغ نه کوي د پردیو د غلامانو اهداف پلي نه کړي،
هوکې
زما عسکر وروره ته چا غولولی یې،
راشه وجدان دې قاضي کړه او فیصله وکړه، بې له ډاره او بې له شرمه ووایه
ایا تاسو د ګران افغانستان وحشي اشغالګرو دښمانانو سره اوږه په اوږه نه یې ولاړ ؟
ایا تاسو تاسو د امریکایانو خواخوږي او ملاتړي نه یاست ؟
ایا تاسو د یو څو پیسو په بدل کې هره ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې د طالب په نوم بې ګناه ولس کورونه د وحشۍ امریکایانو په ملتیا نه بمباره وی؟ د پتمنو ښځو او نارینو په عزت یې لوبې نه کوئ او په ډله ایز ډول یې په بې رحمۍ سره نه وژنۍ ؟
ایا تاسو ښکیلاکګرو ته دا سپېڅلې خاوره زانګو نه ده جوړه ؟
ایا تاسو د یو څو ډالرو په بدل کې د خپل ناموس، عزت او وجدان پلورنکي نه یاست ؟
ایا تاسو د الله د دښمن مرسته کونکي نه یاست؟ د الله د دین احکام مو ترپښو نه دي لاندي کړي ؟
او ایا تاسو د څو روپیو لپاره په خپل دين، هیواد، ملت، استقلال، عزت، نسل او راتلونکي تاریخ باندې لوبې ونکړې؟
دا هغه څه دي چې پدې سره تاسو د الله له دښمن سره تحالف کوی،
الله تعالی فرمایي
وَقٰتِلُوهُمْ حَتّٰى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ.
[سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 39]
اې مؤمنانو! له دې كافرانو سره تر هغه پوري وجنګېږئ چي فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي. بيا كه هغوى له فتنې څخه لاس واخيسته، نو د هغو د عملونو ليدونكى الله دى،
نو اوس تاسو قضاوت وکړئ طالب ګرم دی که تاسو ؟
ډیر ځله مې لیدلي چې طالبانو په خپلو اعلامیو او اخطار پاڼو کې بار بار درته توصیه کړې چې د کفارو له ملګرتیا څخه لاس واخلئ خپل مرګ، دنیا او اخرت مو مه برباده وئ خو تاسو بیا هم په خپل جهل سپاره یاست، ددې پرځای چې د امریکایانو ملاتړ پریږدئ نور یې هم د یوه مخلص دوست په حیص ملګرتیا او شومو اهدفاتو ته ژمن پاتې کیږئ او هرې پریکړې ته یې بې ډوله ګډیږئ
اې عسکر جانه
راځه قسم په خدای که مې په داسې ذلیله مرګ پیرزو یې،
قسم په خدای ستا کونډه ښځه، بچیان او بورې مور درد او غم راته د خپل درد او غم نه کم نه ښکاري
راځه له لوی رب نه وډار شه نور ددې وحشي اشغالګرو له صفه راوځه او ملګرتیا یې پریږده
ته دې داسې مزدور جهت او اشغالګرو په دفاع کې وژل کیږې چې همدا وحشیان له تاسو څخه د خپلو شومو موخو او کفري اهدافو په ترلاسه کولو کې د پيپسي د بوتلو په څير استفاده کوي،
کله چې تاسو ووژل شئ، بیا مو همدا خپل مشران او بهرني باداران مو حتی په ناموس هم صرفه نه کوي.
راځه الله ج رازق دی تراوسه به چا نه وي اوریدلي چې څوک د له لوږې مړ شوی وي، چیرته بله لاره د روزي ګټلو ووګوره،
راځه نوره د خپله کورنۍ په خپل لاس د غم په ټغر مه کینه وه، دنیا او اخرت دې مه خواره وه او طالب ته هم ددې پلمه ورختمه کړه چې ستا په وژلو یې لاس پورې کړئ او جګړه یې تونده کړې
بهرني اشغالګر او طالبان پریږدئ چې په خپلو کې یو بل ته د ایمانونو زور معلوم کړي
او معلومه شې څوک ددې ستونځمنې جګړې اتل کیږي.



