ننگرهار: الفلاح خصوصي پوهنتون اته سوه محصلین فارغ کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۶): په ننګرهار الفلاح خصوصي پوهنتون په څلورمه او پنځمه دوره کې اته سوه محصلین فارغ کړل.
د الفلاح پوهنتون مطبوعاتي څانگه وايي، په څلورمه او پنځمه دوره کې یې له شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد، انجینري او ژورنالېزم له پوهنځیو ۸۰۰ محصلین فارغ کړل.
په ننگرهار کې د الفلاح خصوصي پوهنتون سربېره د اریانا، روښان، سپین غر، روښان، التقوا په نومونو خصوصي پوهنتونونه هم شته او هر کال زرگونه محصلین فارغوي.
خو د خصوصي پوهنتونونو محصلین په ننگرهار کې د خصوصي پوهنتونو له لوړ فیس، د عملي زده کړو د ځای نشتوالی، نا مناسب درسي چاپېریال او د کم تجربه استادانو څخه سر ټکوي.
د نوې ادارې په راتگ په ټول هېواد کې خصوصي ښوونځیو، خصوصي نیمه لوړ زده کړو او لوړو زده کړو ادارو ته اجازه ورکړل شوه؛ خو اوس زیاتې ادارې د کیفیت پرځای سوداگري کوي او وړیا سندونه وېشي.
بې کاري بله لویه ستونزه ده، چې هر کال زرگونه افغان ځوانان د هېواد د ننه او بهر لوړې زده کړې کوي؛ خو د څو کلونو په تېریدو بیا هم د یوه مناسب کار په پیداکولو نه توانېږي.
د تازه سرشمېرنو له مخې، اوسمهال په هېواد کې ۱،۹ میلیونه خلک بېکاره دي، چې ډېره برخه یې ځوانان جوړوي.



