څپلۍ بايد چيرې وباسو؟

ژباړه: محمد نبي الدین
مکروب پوهان وايي چي له کور (خونې) دباندې څپلۍ ايستل د کورنۍ اوسېدونکي له 420 ډوله مکروبونو څخه ژغوري.
د وړو ژونديو موجوداتو د متخصص “تشارلز جيربا” له څېړنو سره سم، چي په “أريزونا” پوهنتون کي يې تر سره کړي دي، ويل کيږي، چي په “کلمو” او د “بولو” په لارو يا مثانې کي د التهاب مسبب او د پښتورګو د فلج کوونکو مکروبونو د انتقال اساسي عامل بوټونه دي.
د بوټونو له تليو سره د سړکونو چټلۍ کور ته انتقاليږي. همدا راز د مرغانو يا چرګانو پر پاتي شونو تګ راتګ، عمومي او خصوصي تشنابونو ته ننوتل، په ژمي کي د اوبو د ناليو (چريو) تر څنګ تېرېدل او پر کاشيو تګ راتګ…
له “فوكوس”ويب پاڼي څخه څېړونکې “النمساوية داغمار شودر” وايي چي د ژمي بوټونه د وړو مکروبونو په انتقال کي ډېر خطر ناک دي..
له دا ډول مکروبونو څخه د ساتلو په غرض يې دا توصيه کړې ده چي بايد د اوسېدني او د خوراک خونو ته له بوټونو سره داخل نه شو.
بهتره طريقه دا ده، چي څپلۍ د خوني د دروازې له چار چوب سره و ايستل شي.
(إِنِّىٓ أَنَا۠ رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ ۖ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى) [سُوۡرَةُ طٰه : 12]
ژباړه: زه ستا رب يم، پڼې (څپلۍ) دي وباسه، ته د طوا په سپېڅلي ناؤ (شېله) کې یې.
دا هغه آيت دى، چي رب العالمين خپل نبي موسی عليه السلام ته خطاب پکې کوي.
کېدای شي دغه يو حل وي. نو بناءًا زموږ پخوانيو مشرانو به خپلې څپلۍ له دروازې دباندي ايستلې، داسي نه وو، چي د سړکونو چټل بوتونه به يې په کورونو کي دننه پر غاليو سربېره ايستل.
بوټونه مو له کوره دباندي وباسئ!



