د ورستیو بریدونو په هکله ولسي جرګې امنیتي مسؤلین استیضاح ته وربللي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۶ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې طالبانو په څو ولایاتو کې پر افغان ځواکونو مرګونې حملې ترسره کړې او سلګونو افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله، ولسي جرګه اړه شوه ترڅو د امنیتي چارو مسؤلین د استیضاح لپاره د جرګې عمومي غونډې ته ورکش کړي.
د ولسي جرګې رئیس رییس عبدالروف ابراهیمي ویلي، چې د راتلونکې اونۍ لومړۍ ناستې ته یې د هیواد د امنیتي برخې مسئولین وربللي، چې د وروستیو لویو پېښو په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
ولسي جرګې ویلي چې د غزني او پکتیا د تیرې ورځې مرګوني بریدونه د امنیتي او کشفي ارګانونو سستي او بې کفایتي څرګندوي.
ابراهیمي ندی ویلي چې کوم چارواکي یې د جرګې غونډې ته ور بللي.
تیره ورځ د طالبانو په یوه برید کې د غزني په اندړو کې شاوخوا ۴۱ تنه عسکر ووژل شول او ۲۹ نور ټپیان شو، چې په تعقیب یې په پکتیا کې د دو موټربمونو او ۵ ساعتیزې سختې جګړې له امله د دې ولایت د امنیې قوماندان په ګډون تر سلو ډیرو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته، همداراز د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې هم خونړي برید مرګ ژوبله اړولې وه.
طالبانو د دریو واړو حملو مسؤلیت منلی و .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button