داســـې دلتــــــه افــغـانان توپیرلري

هــــبّةُالله مُـنتقِـم
لکــه ځـمـکــه اوآســـــمـان توپیرلري
داســـې دلتــــــه افــغـانان توپیرلري

چــې افغـان وي دپــردیـوحــمایت کړي
ټـول هــم نــه دي غـلامــان توپیرلري

داچـې تیـښته لـه میدانه کړې بې ننګه
ړونـدشـې زمــااوسـتاایـمـان توپیرلري

حق باطل پدې جګړه کې ښه معلوم دئ
مــسلمـان اوکـافـــــــــران توپیرلري

افغـان نـه کـــړي غــلامـــي دکافرانو
داهـــرچــاتــــــه ده عــیـان توپیرلري

مــــنتقـم وایـم نـادانــه داسـې نـه ده
خـــوارشــې زمــااوستاآرمان توپیرلري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button