سعودي: هڅه کوو له احادیثو هغه متنونه لرې کړو چې مسلمانان جهادي مبارزې ته هڅوي

(کابل تکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۷ فرید افغان)

وروسته له هغه چې سعودي عربستان د جوماتونو زرګونه امامان ونیول، د دې هیواد د اطلاعاتو وزارت ویلي چې د باچا سلمان ځانګړی فرمان صادر کړی تر څو د حضرت ‹‹محمدص›› له احادیثو هغه متنونه حذف کړي چې پر وینا یې خلک وسلوالې مبارزې او ترهګري ته هڅوي.
د سعودي حکومت وایي؛ دا چاره به د سیمې د هیوادونو د علماو په ملتیا ترسره کوي .
د سعودي چارواکو په وینا چې دا چاره د دې لپاره ترسره کوي ترڅو وسلوالو ډلو ته د خپلې مبارزې پخاطر د استدلال څه ورپاتې نشي.
د سعودي حکومت وروسته تر هغې دا اقدام ترسره کوي چې څه موده وړاندې یې دبهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر خبر ورکړی و چې په پام کې لري په تفاسیرو او د پیغمبر په احادیثو کې هغه متنونه ختم کړي چې خلک پرې جګړو ته هڅول کیږي.
نوموړي ویلي و چې دا سخته چاره به د امریکایي پوهانو تر مستقیم نظارت لاندې ترسره کوي.

په نړۍ کې اسلامپاله وسلوالې ډلې د کفري یرغلګرو هیوادونو پرضد له هغو قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو څخه په استفادې خلک جهادي مبارزې ته هڅوي چې صراحتا په همدې باره کې راغلي وي چې د نظامونو ملاتړي ملایان یې غلط تفسیر یادوي.
سعودي چارواکو ژمنه کړي چې د دې زرګونو متنونو رخ به بدلوي او په وینا یې چې «ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکي احاديث له منځه وړي.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په سعودي کې د وهابي فکر پرځای د سیکولریزم مفکوره مخ پر غوړیدو ده او دا هیواد هڅه کوي تر څو د غرب په څیر په خلکو کې د آزادۍ مفکوره ترویج کړي.
پدې وروستیو کې سعودي ښځو ته د موتر چلولو د جواز تر حنګ هغوی ته دعامه کنسرتونو ورکولو اجازه هم ورکړې.

د منځني ختیځ یوه کارپوه عبدالباري عطوان د سعودي په ورستیو اقداماتو لیکي چې ښایي دا هیواد په لنډ راتلونکي کې د امنیتي ستونزو په بهانه د ښځو په حجاب هم بندیز ولګوي ترڅو نیم لغړې ښځې د سعودي په بازارونو کې آزادانه چارې مخته یوسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button