دا د عقیدې جګړه ده، نه د چا د ګټو/ خالد روان

شپاړس کاله مخکې به امریکا ویل، چې موږ پر ځمکه یو «اینچ» څېز هم وینو او زموږ نښه نه خطا کېږي. موږ سره ۵۲ هېوادونه تر شاه ولاړ دي، الوتکې، تېل، پوځیان، وسله، پراخ امکانات او هر څه لرو، طالبان دې موږ سره د جګړې فکر لا نه کوي.

امریکا دوه کاله ښه په بې غمۍ کې تېرکړل او په ټول هېواد کې پر امریکایانو یو ډز ونه شو؛ خو دلته دوی د یو اینچ نښه خطا کړه او غټ ـ غټ کلي یې له خاورو سره خاورې کړل.

هغه وخت به هم ځینو رسنیو او امریکا پلوو ویل، چې طالبان په دومره کمزوري ځان امریکا سره ډغره وهي. طالبان یوه لوېشت ځمکه بېرته نه شي نیولی، ولسوالۍ خو پر خپل ځای پرېږده!

طالبان په رښتیا سر زوري وو او د څو جنګیالیو پرمټ یې د نړۍ سترو وحشیانو سره جګړه پیل کړه. په طالبانو زندانونه ډک شول، زرګونه شهیدان شول، په موټرو پسې کش شول، پر جسدونو یې «بولې» وشوې، نوکان ترې وویستل شول، د برق پر شارټونو یې وجودونه داغ ـ داغ شول، معیوب شول، معلولول او د نړۍ هره تازه تجربه په دغه سر زور جنګیالیو وشوه…

طالبان په رښتیا سر زوري دي. د نړۍ دې وحشیانو ته هېڅ تسلیم نه شول او هر څه یې وزغمل؛ خو خپله لاره او مبارزه یې لا ګړندۍ کړه. د لسګونو کسانو صف ورو ـ ورو ډېریده او باالاخره دغه صف زرګونو ته ورسېده. په کليو کې به یې د چاپو او بمبار له وېرې شپه نه شوای کولی؛ خو اوس یې ولسوالۍ په ولکه کې دي او دغه سر زورو خلکو نیم افغانستان بېرته په ولکه کې راوست…..

امریکا او کرزي فکر کاوه، چې دغه ډله به ختمه کړي. د سولې خبرې امریکا او کرزي ته د ځان سپکاوی ښکارېده؛ ځکه د دواړو تر شاه نیمه نړۍ ولاړه وه او دغو پښې یبلو ته په ټوله نړۍ کې د «نوک» ځای نه وو.

کرزي وروسته ۱۸۰ درجې بدلون وکړ او طالبانو ته یې د وروڼو خطاب کاوه. امریکا ټوله هڅه وکړه، چې طالبان هم لکه حزبیان ورته تسلیم شي او امریکا په ډاډه زړه د دې غني هېواد کانونه د واشنګټن د ښار ښکلا کړي…

طالبانو د نړۍ د دوه قطبي کېدو څخه پوره ګټه واخیسته او د سیمې په کچه یې د استازو لېږل را لېږل پیل کړل. په قطر کې یې دفتر پرانیست او ټولې نړۍ یې وننګوله.

طالبانو په تېرو شپاړس کلونو له سلو ډېرې ولسوالۍ ونیولې او کندوز یې دوه ځلې سقوط کړ. له نیمايي ډېره خاوره یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته او چریکې جګړه د بګرام تر دروازو ورسېده.

دغه جګړه د عقیدې جګړه ده او حکومت او امنیتي عسکر دې پر دې پوه شي، چې اته تنه طالبان د ټول هېواد برخلیک ټاکلی شي؛ نو د امریکا برخلیک به څنګه ونه ټاکي.

د پکتیا برید لومړی نه و او نه به وروستی وي؛ بلکې حکومت دې د داسې بریدونو چمتووالی هره ورځ ونیسي، که یې ونه نیسي، نو راتلونکي بریدونه به پکتیا درنه هېره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button