ټېلرسن: تر هغو به په افغانستان کې یوو چې روغه جوړه نه وي شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۷): د امريکا يو لوړ پوړي چارواکي يوځل بيا په افغانستان کې په پاتې کېدلو ټينګار کړی او ويلي يې دي تر هغې به په هغه هېواد کې پاتې شي ترڅو روغه جوړه نه وي شوې.
دا څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د ټرمپ د نوې تګلارې په اړه په خپلو خبرو کې وکړې.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ طالبانو ته په يو پيغام کې وويل: “طالبانو او نورو عناصرو ته مو دا پيغام دی چې موږ هېڅځای نه ځو، موږ به تر هغو هلته یوو چې ستاسو فکر نهوي بدل شوی چې پریکړه وکړئ او له افغان حکومت سره د روغې جوړې له لارې یوځای شئ.” هغه له طالبانو سره په سوله ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د روغې جوړې له لارې کيدای شي په افغانستان کې د ټولو افغانانو په خوښه حکومت رامنځته شي.
ټيلرسن وويل، چې د پاکستان راتلونکې ته هغه خطر چې متوجه دی بايد له منځه ولاړ شي، ترڅو په افغانستان کې سوله راشي او په وينا يې چې پاکستان دوه لانجمن سرحدونه لري. واشنګټن چمتو دی چې په دې برخه کې له اسلاماباد سره مرسته وکړي او د پاکستان د حکومت راتلونکی ثبات په دې ډول خوندي شي.
ښايي په نږدې راتلونکې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او پاکستان ته سفر وکړي. د افغانستان او سيمې په اړه د امریکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه او ځمکني عمليات زيات شوي، چې تر ډېره پکې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې ستراتيژۍ سره په هېواد کې ځينې شنونکو او چارواکو مخالفت څرګند کړی او دا يې د افغانستان په تاوان ستراتيژي بللې ده.
طالبانو په يو پيغام کې ويلي دي چې: “بهرني اشغالګر باید پوه شي چې پخپلو ناکامه او پرسوده ستراتيژيو، غورځو پرځو او کاذبو باټو، وحشتونو او ظلمونو سره نشي کولای د افغان مجاهد ولس د جهاد او آزادۍ غوښتنې پياوړې روحیه کمزوري کړي، هغوی یواځې د تيښتې لار لري، بس”.



