کابل: پنځو امريکايي روزونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۷):د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ په کابل کې د پوليسو د يوه روزنيز مرکز په داخل کې په امريکايي روزونکو وسله وال بريد شوی، چې له کبله يې پنځو بهرنيانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د تاند ويب پاڼې په راپور کې راغلي، چې تر دې دمه د بريد کوونکي هوويت نه دی په ډاګه شوی خو زياتوي چې دغه بريدکوونکي د افغان ځواکونو يونيفورم په تن کړی و.
راپور کاږي، دغه بريد پرون د چهارشنبې په ورځ کابل ته په نږدې سيمه کې د افغان ځواکونو د روزنې په يوه مرکز کې شوی دی.
په راپور کې د امريکايي پوځ له قوله ويل شوي، چې ټپيان او وژل شوي ټول د ناټو د روزنيز ماموريت غړي ول چې افغان ځواکونو ته يې مشورې او روزنه ورکوله.
ناټو ويلي، چې د دغه برید په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.
تر دې دمه د بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې مخکې په بهرنيو ځواکونو او امريکايي سلاکارانو ځينې بريدونه شوي، چې طالبانو يې مسئوليت منلی او ويلي يې دي، چې په افغان پوځ کې د دوی نفوسي کسان وجود لري، چې وخت ناوخت په بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.



