هلمند: سلګونه کسانو د والي او څارنوال پرضد لاريون وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۷): نن په هلمند کې سلګونه کسانو د دغه ولايت د مرستيال والي سردار محمد همدرد او د استناف څارنوال محمد صادق فراهي پرضد لاريون وکړ.

لاريونوالو ادعا کوله، چې د هلمندسرپرست والي او د استناف څارنوال په هلمند کې د ولسونو، قومونو او مخورو اشخاصو تر منځ تفرقې ته لمن وهي.

دوی وايي، چې د استناف څارنوال محمد صادق فراهي دوه ورځې مخکې د هلمند يو تن قومي مخور او په دغه ولايت کې د اسلامي حزب د دفتر مشر حاجي حفيظ الله خان په غير قانوني توګه توقيف کړی وو او د هلمند قومي مخورو ته يي د ناموس کنځلې کړې وې.

لاريونوالو د کابل له حکومته غوښتنه وکړه چې يا خو دې د هلمند دغه دوه چارواکي پوه کړي او يا دې يې له دندو لرې کړي. قومي مشران دې په دغسې نا اهله اشخاصو نه سپکوي.

د دوی په وينا، که قومي مخورو، د ولس استازو او مشرانو ته د چارواکو له لوري سپکاوی دوام پيدا کړي، کيدای شي دغه چاره د دولت او خلکو تر منځ فاصله رامنځته کړي او بدې پايلې به ولري.

د هلمند د استناف څارنوال محمد صادق فراهي چې له تېرې څه مودې راهيسي يې په هلمند کې دنده پيل کړې ، دځايي خلکو په وينا يو قومي متعصب او په نشو رږدی انسان دی.

د هلمند ولايت مرستيال همدرد او څارنوال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button