یواځې په تیره سپټمبر میاشت کې ۸۰۰ افغان ځواکونه وژل شوي دي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۹ فرید افغان)

د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼې په یوه تحلیلي او څیړنیز مطلب کې لیکلي چې د افغانستان په لر او بر کې د تیرې سپټمبر میاشتې په اوږدو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان سرتیري وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د راپور تر مخه؛ یاد سرتیري د طالبانو په مخامخ بریدونو، موټربم حملو او آن د امریکایي ځواکونو په بمبار کې هم په نښه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د سپټمبر په میاشت کې د یوې څیړنیزې ادارې له رپوټ سره سم ویل شوي و، چې دا میاشت د ملکي مرګ ژوبلې خونړۍ هغه وه چې تر سلو ډیر ملکیان پکې تلف شول.
پدې وروستیو کې د امریکا د هوايي بریدونه له زیاتوالي سره سم دطالبانو بریدونو کې هم بیساری ډیروالی راغلی چې د تازه راپورونو له قراره وروستۍ شمیرې ښیي چې د پکتیا، غزني او کندهار د تیرو ورځو په مرګونو حملو کې تر ۳۰۰ ډیر نظامي کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

پدې خونړیو بریدونو کې امریکایي لوری هم د خپلې بریا دعوه کوي او په وینا یې چې پر وسله‎والو مخالفینو يې د تېر بل هر وخت په مقایسه زیات هوايي بریدونه کړي دي او دا ډله یې له ماتې سره مخ کړې.
که څه هم ځینو افغانانو په عمان کې د سولې په نامه د څلور اړخیزې غونډې ته چې طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، هیله مندي څرګنده کړې وه، خو وروستیو حملو وښوده چې حکومت سوله نه غواړي او طالبانو سره هم له مخامخ ناستې ډډه کوي.
د سیاسي چارو د کارپوهانو په آند د طالبانو وروستیو مرګونو حملو وښوده چې دا ډله د بل چا په توسط سولې ته غاړه نه ګدي او د یوه خپلواک افغاني ځواک په حیث خپله ستراتیژي په خپله طرحه ریزي کولی شي او په نمایندګي یې هیڅ قدرت هم معامله نشي کولی.

که څه هم افغان جمهور رئیس اشرف غني او امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې ۲۰ وسلوالې ډلې فعالې دي چې دوی یې د نړیوال امنیت پخاطر پر وړاندې مبارزه کوي، خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی بیا د ۲۰ ډلو د وجود ادعا خندونکی پروپاګند بولي او په وینا یې چې د امریکایانو شته نظامي حضور خپله نا امني ته د لمن وهلو په معنا ده او د لا بې ثباتۍ پخاطر یې د داعش په نامه پروژوي وسلوال رامنځته کړي دي.

طالبانو داسې مهال خپلو حملو ته زور ورکړ چې امریکا اعلان کړی دی چې د افغانستان جګړییز ماموریت ته به زرګونه نور اضافي عسکر واستوي.
افغان حکومت له امریکا غواړي چې د مخالفینو پر وړاندې خپل جګړییز عملیات لا توند او څپڅپانده کړي تر څو یې د جګړې او زور کارونې له لارې سولې ته اړ کړي، هغه څه چې پوځي کارپوهان یې خیالي خبرې بولي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button