کابل: د قاطع ملاتړ په مرکزي قوماندانۍ توغندي لګېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۹): په کابل ښار کې نن سهار يو ځل بيا د درنو چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، په وزير اکبرمېنه کې دوه راکټونه لګېدلي دي.

خو له بله پلوه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې نن سهار يې په کابل کې د قاطع ملاتړ پر مرکزي قومندانۍ او ځينې نورو نظامي برخو توغندويي بريدونه کړي دي.

تر اوسه د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو طالبان وايي په دغه بريدونو کې قاطع ملاتړ قوماندانۍ ځېنې برخې لګېدلي او درانه تلفات يې اړولې دي.

د کابل امنيتي مسئولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېر ماښام په دکابل په دشت برچي کې د شيعه ګانو د يوه مسجد په داخل کې د داعش وسله والو پورې اړوند يوه بريدګر ځان ته چاودنه ورکړه، چې نږدې پنځوس کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button