ننګرهار: په هوايي بريد کې له ۲۰ زيات کوچنيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۹): د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې له شلو زيات ماشومان او مېرمنې وژل شوي دي.
پېښه پرون ماښام د يادې ولسوالۍ د “پيخې” په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې امريکايي ځواکونو د داعش تر ولکې لاندې سيمه کې د کوچنيو ماشومانو په يوه مدرسه هوايي بريد وکړ.
په اچين کې يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، په دغه هوايي بريدونو کې (ډیری ماشومان وژل شوي) خو د بمبارۍ له سيمې سره ټليفوني اړيکه نه نيول کېږي، ځکه په وينا يې د وژل شويو دقيق معلومات نه دي شوي.
داعش وسله والو د شل ماشومانو او مېرمنو د وژل کېدو خبر تائيد کړی دی.
تر اوسه په دې اړه افغان چارواکو او يا په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې زياتوالی راغلی، چې تر ډېره پکې ولسي وګړي په نښه کېږي. نږدې دوه اوونې مخکې بهرنيو ځواکونو د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ اړوند د پاس صبر سيمه کې عمليات وکړل، چې پر مهال يې ۸ ولسي وګړي ووژل شول.
يواځې دا نه چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړي وژل کېږي، بلکې د نوې تګلارې له اعلان وروسته څو ځل په افغان سرتيرو هم بريدونه شوي، چې لسګونه کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو د ګډ حکومت چارواکي يې په مخنيوي کې پاتې راغلي او آن په دغو بريدونو د خفګان ښکارولو او يا غندلو په اړه يې هم تر اوسه هيڅ نه دي ويلي.



