سيګار: امريکا ته پوځي زده کړو ته تللي ۱۵۲ افغان نظاميان تښتېدلي

راپورتاژ: الماس خدرخېل ——- په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې ځانګړې اداره سيګار وايي، چې له ۲۰۱۵م کال راهيسې په امريکا کې ۳۲۰ بهرنيو نظاميانو تېښته کړې، چې له ډلې يې نيمايي افغانان دي.

د بيارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سيګار) تيره ورځ په تازه نشر کړي راپور کې ويلي، چې دغه نظامي زده کوونکي په امريکا کې د نظامي زده کړو له مرکز څخه پرته له رخصتۍ اخيستلو لادرکه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د دغه ۱۵۲ تښتېدليو افغان نظاميانو له ډلې څخه ۸۳ کسان يا له امريکا څخه وتلي او تر اوسه يې په اړه معلومات نشته، خو يواځې ۲۷ تنه يې امنيتي ادارو نيولي چې ځينې يې له امريکا څخه شړل شوي دي.

په دغو ۲۷ نيول شويو افغان نظاميانو کې پنځو تنو يې ادعا کړې، چې افغانستان کې يې ژوند له خطر سره مخ کېدلی شي، ځکه چې په وينا يې په امريکا کې يې نظامي زده کړې کړي.

راپور کاږي، چې د دې ډلې څلورو افسرانو افغانستان ته له ستنېدلو وروسته خپلې دندې ځکه پرېښي دي، چې دلته ترې د خپلو وظيفو د بيرته ترلاسه کولو په بدل کې د بډو غوښتنه وشوه.

دوی دا تمه نه لري، چې په امريکا کې له زده کړو وروسته به په خپلو مسلکي دندو وګمارل شي ځکه چې په وينا يې افغان حکومت هيڅ کومه منظمه اداره نه لري چې د دوی له زده کړو څخه استفاده وکړي او يا يې په مخکينيو دندو وګماري.

امريکا ته د زده کړو لپاره تللي اووه تنه افسران د تير کال په ستمبر مياشت کې وتښتېدل چې د امريکا د دفاع وزارت وويل، دغه افسران دوه تنه د جورجيا د فورت نظامي اډې، يو د ليتل راکس او يو بل د ويرجينيا د لي له نظامي اډو او نورو بيا د بېلابېلو اډو څخه تېښته کړې ده.

په امريکا کې د مهاجرت-ګمرکاتو او ځينې نورې ادارې د تښتېدليو افغان پوځيانو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، چې په دغو تښتېدلو کې هغه کسان شامل دي چې پوځي روزونه يې کړې او د تېښتې په بدل کې يې د نيولو خطر هم زغملی دی.

راپور زياتوي، چې د تېر کال ۲۰۱۶م کال په پرتله په سږني کال کې د تښتېدلو کسانو فيصدي له ۷ څخه تر ۱۳ لوړه شوې ده.

په ملي اردو کې يوه چارواکي رسنيو سيګار ته د افغان نظاميانو تښتېدل د شرم کار بللی او زياته کړې يې ده، چې په دې سره نور عسکر زيانمنېږي او دا هم امکان لري، چې د افغان سرتيرو لپاره په بورسونو او نورو زده کړو محدوديتونه ولګول شي.

ډیری افغان نظاميان امريکا يا نورو اروپايي هېوادونو کې د پاتې کېدلو لپاره د امريکايي پوځي مرکزونو څخه تېښتې کوي.

تر اوسه د سيګار د تازه خپاره کړي راپور په اړه د افغانستان د دفاع وزارت تبصره نه ده کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button