ننګرهار: د خوږیاڼیو سلگونه کورنۍ د طالبانو او داعش د جگړې له وېرې نورو سیمو ته کډه شوي

(کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): د ننگرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ سلگونه کورنۍ د داعشیانو او طالبانو د خپلمنځي نښتې له وېرې د ننگرهار نورو سیمو ته کډه شوي.
د خوږیاڼیو ځايي خلک وايي، له تېرو درې ورځو راهیسې په خوږیاڼیو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جگړه روانه ده، چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرگژوبلې خبره کوي.
د دوی په خبره، داعشیانو د خوږیاڼیو په زاوه، پیرهخېلو، د وزیرو په تنگي او نورو سیمو بریدونه پیل کړي؛ خو مقاومت یې یوازې طالبان کوي او حکومت سیمې ته نه ورځي.
د دغې جگړې له وېرې د خوږیاڼیو ډېری خلک جلال اباد، چمتلې او د خوږیاڼیو ولسوالۍ مرکز ته کډه شوي او په بدحالت کې ژوند تېروي.
د ننگرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، دولتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او په نږدې وخت کې به د داعشیانو پرضد جگړه پیل کړي او سیمه به د داعش څخه پاکه کړي.
خو ځايي خلک وايي، حکومت د داعش پرضد جګړه نه کوي او امنیتي چارواکي یوازې تشې ژمنې کوي او بس.
داعش له دې وړاندې هم څو ځله پر خوږیاڼیو بریدونه کړي وو، چې دغه سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ خو تراوسه په دې چاره کې بریالي شوي نه دي.
د جلال اباد ښار خلک وايي، که خوږیاڼيو ولسوالۍ د داعش لاس ته ولوېده، نو د ننگرهار مرکز هم سقوط کوي.



