ولسي جرګې نن د امنيتي ادارو مشران ورغوښتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۹): په هېواد کې د خراب امنیتي وضعيت له کبله ولسي جرګې د امنيتي ادارو درې لوړپوړي چارواکي ورغوښتي دي.

د ولسي جرګې مرستيال منشي عرفان الله عرفان رسنيو ته ويلي، په پارلمان کې د ولسونو استازي غواړي چې په دې اړه پوښتنې وشي، چې ولې د خونړيو پېښو مخه نه نيول کېږي او چارواکي يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

د ښاغلي عرفان په خبره، چې ټاکل شوې ده نن د دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنيت عمومي رئیس او د کورنيو چارو د وزارت سرپرست د ولسي جرګې تالار ته حاضر شي.

نوموړي وويل، چې دوی هيله لري تر څو ياد مشران د خلکو استازو ته واضحه کړي، چې ولې د خونړيو بریدونو او پېښو مخه نه شي نيولی.

له تېرو دوو اوونيو راپه ديخوا په هېواد کې امنيتي حالات ورځ تربلې خرابېږي.

ولسې جرګې د کابل په ګډون په يو شمير نورو ولايتونو کې له بريدونو وروسته د امنيتي ادارو مشران ولسي جرګې ته رابللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button