ظاهر قدیر: د ننگرهار د تباهۍ لامل د ننگرهار والي دی

(کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۶): په ولسي جرگه کې د ننگرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر وايي، ننگرهار د تباهۍ لوري ته روان دی؛ خو د ننگرهار والي پیسې ټولوي او په لوی لاس ننگرهار د داعش منگولو ته غورځوي.
ظاهر قدیر نن د ولسي جرگې په عمومي غونډه کې وویل، د ننگرهار امنیتي وضعیت خراب دی او د ننگرهار سیمهییزو چارواکو په لوی لاس ننگرهار د داعش مرکز کړ.
ده، د ننگرهار پر والي گلاب منگل، امنیه قومندان او د ملي امنیت پر رییس تور پورې کړ، چې د داعش سره مرسته کوي او خپله د خلکو څخه په جلا ـ جلا پلمو پیسې ټولوي.
قدیر د ننگرهار له ځايي خلکو وغوښتل، چې د روان ناورین په اړه باید خپله لاس په کار شي او د گډ حکومت په تمه دې نه کېني.
په ولسي جرگه کې د ننگرهار د خلکو استازی داسې مهال د ننگرهار په سیمهییز چارواکو تور پوري کوي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي؛ خو د ننگرهار سیمهییز امنیتي چارواکي یې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي او د سیمې سلگونه کورنۍ د ننگرهار نورو سیمو ته کډه شوي دي.



