مصر: وسلوالو بریدګرو په یوه کمین کې لسګونه پولیس وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله۲۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د مصر په پلازمینه قاهره کې د ‹‹حسم›› په نامه د وسلوالې ډلې بریدګرو په مصري ځواکونو ناڅاپي برید کړی چې ګڼو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
فرانس پریس خبري اژانس خبر ورکړی چې د مصر امنیتي ځواکونو غوښتل چې د وسلوالو پر یوه پټنځای مرموزه چاپه ووهي، خو هغوی تر وخت وړاندې دپولیسو په دې اقدام خبر درلوده او امنیتي ځواکونو ته یې د راتګ سره سم کمین نیولی و او لسګونه مصري ځواکونه یې وژلي دي.
مصري چارواکو رسنیو ته ویلي چې پدې وسله وال برید کې یې ۳۵ عسکر وژل شوي دي.
رسنیو ویلي چې برید دومره دقیق ترسره شوی و چې د عملیاتي قوې څخه یوازي یو ضابط او څلور عسکر روغ پاتې و، په وژل شویو کې یو برید جنرال هم شامل دی
د یادونې وړ ده چې په مصر کې د اخوان المسلین د واکمني له پرزیدو سره سم په مصر کې د حرکة سواعد مصر ‹‹حسم›› په نامه وسلوالې ډلې سر راپورته کړ چې اوس وخت نا وخت پر امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه ترسره کوي.



