کابل : طالبانو د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون ۱۵ تنه محصلین ووژل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۹ فرید افغان)
راپورونه وایي چې نن له غرمې مخکې د کابل ښار په لویدیځ کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې په سیمه کې یوه سرتیري بریدګر هغه لیږدوونکی بس په نښه کړ چې د مارشال فهیم د حربي پوهنتون نظامي زدکړیالان یې لیږدول.
د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې رئیس سالم الماس رسنیو ته د پیښې د تائید تر څنګ ویلي چې پدې پیښه کې د پوځي اکاډمۍ ۱۵ مامورین وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
د الماس په خبره چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پیښـې له څیړلو وروسته به نور جزیات له رسنیو سره شریک کړي
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پیښه منلې او زیاتوي چې؛ حمله دقیقا د مارشال فهیم د پوهنتون د تحصیلي او تعلیمي کورسونو د مداومینو د حملې پر موټر باندې شوې ده.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی دی او زیاته کړې یې ده چې په یوه سرتیري برید کې یې ۱۵ تنه پوځیان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
د یادولو ده چې د امریکا د هوایي بریدونو له زیاتوالي سره سم، طالبانو هم خپلو حملو ته زور ورکړی او د چارواکو په وینا چې یواځې په تیره اونۍ کې تر ۳۰۰ ډیر افغان ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.



