داعش ته «خوږیاڼي» ولې مهم دی؟/ خالد روان

خوږیاڼي د ننگرهار سویل لویدیځ ته پرته ولسوالۍ ده. دغه ولسوالۍ پراخه اوبه، هوارې او کرنیزه ځمکې، شنې سیمې، په نښترو، څېړیو او نورو طبیعي ونو پوښلی غر، کانونه، تاریخي سیمې او د سپین غر په لمن کې پرته ولسوالي ده. له پچیراگام، چپلیار، شېرزادو، سره رود او د ډیورنډ فرضي کرښې سره په گاونډ کې پرته ده. خوږیاڼي د نورو قومونو په پرتله قوي قومي تړونونه لري او د همدغه تړونونو له مخې تراوسه د داعش له منگولو پاتې شوې سیمه ده.

په ننگرهار کې د داعش له راپیداکېدو سره سم، داعشیانو په خوږیاڼیو ولسوالیو برید وکړ؛ خو په شېرزادو کې طالبانو ایسار کړل او بېرته شا تگ یې وکړ. په لومړۍ جگړه کې داعشیانو سخته ماتې وخوړه. لسگونه جنگیالي یې مړه، موټرې، وسلې او په ټپي حالت کې یې ډېری جنگیالي د طالبانو لاس ته ورغلل. د داعشیانو مشر«گل انعام» هم په تېښته بریالی شو او بیا یې تر پایه په خوږیاڼیو یې د جگړې جرئت ونه‌کړ.

داعشیانو په ننگرهار کې لوی قوم«شینواری» مات کړل او د شینوارو له شپږو ولسوالیو څخه یې دوو کې خلافت اعلان کړ. شینواري ټول د شینوارو دولتي مامورینو او پلورل شویو قومي مشرانو وپلورل او په لوی لاس یې خپل قوم د بلا په لاس کې ورکړ.

دوی وروسته ډېرې چغې وکړې؛ خو اوبه له ورخه تېرې وې. اچین، هسکه مېنه او نازیان یې در بدره کړل. داعش ډېر ژر لاس د مومندو تر گرېوانونو ورساوه؛ خو دلته یې هم ماتې وخوړه.

داعش فکر کاوه، چې خوږیاڼي به هم مات کړي او د خوږیاڼیو د قوم درې ولسوالۍ( پچیراگام، شېرزاد او خوږیاڼي) به هم ونیسي او دغه درې واړه ستراتېژيکې سیمې به د خپلې ولکې لاندې راولي. داعش په ټول قوت په پچیراگام برید وکړ؛ خو د طالبانو او قومي پاڅونوالو له سخت مقاومت سره مخ شول. داعش چې د پچیراگام کومې سیمې ونیولې، هلته یې کورونو ته اورونه واچول، د خلکو څاروي یې له ځانونو سره یوړل او شنه فصلونه یې ور خراب کړل.

داعش بیا ماتې وخوړه او د خوږیاڼیو ایل کولو ارمان یې بیا پاتې شو. تېره اوونۍ داعش بیا د خوږیاڼیو پر ځینو سیمو بریدونه پیل کړل او د خوږیاڼیو ځايي خلکو د خلافت له وېرې سلگونه کورنۍ د ننگرهار د نورو سیمو ته کډه شوې.

اوس هم د زاوې په تنگي، پیره خېلو او زاوه کې د طالبانو او داعشیانو جگړه روانه ده او حکومت یې یوازې ننداره کوي او د مړو او ټپیانو اعلانونه کوي؛ خو یوازې طالبان یې پر وړاندې په پوره مېړانه مقاومت کوي او د ژوند تر وروستۍ سلگۍ جگړه کوي.

داعش ته خوږیاڼي ولې مهم دی؟

۱ ـ په شېرزادو کې د «شوکاڼي» ستر کان دی، چې هره ورځ ترې لسگونه ټېلرې بارېږي او جلال اباد او پېښور ته ځي. داعش ته به دغه کان په لاس ورشي او د عاید ستره سرچینه به یې وگرځي.

۲ ـ د کابل دویم سړک له خوږیاڼیو تېریږي او لنډ حصارک ته رسېږي. حصارک له کابل او لوگر سره گاونډ کې پرته ولسوالي ده او داعش له دې لارې غواړي ځانته ستراتېژیک ځای پیدا کړي.

۳ ـ خوږیاڼیو له لومړي سره له داعش سره کلک مقاومت وکړ او دغه فتنه یې خپلې سیمې ته پرېنښوده. داعشیان غواړي خوږیاڼي هم د شینوارو په برخلیک اخته کړي.

۴ ـ د خوږیاڼیو زیاتې سیمې له طالبانو سره دي، چې د افغان دولت یوازې هوايي ځواک هغو سیمو ته کله نا کله د چاپو لپاره ځي. نه نور بهرنیان تللی شي او نه اردو او عسکر. داعش غواړي دغه سیمې بېرته د افغان دولت په واک کې راولي.

۵ ـ د خوږیاڼیو خلکو داعشیانو ته څو ځلې سخته ماتې ورکړي او داعش د خپلې عُقدې له مخې دغه سیمه په قرار نه پرېږدي او پرله‌پسې بریدونه پرې کوي.

طالبانو ته څه کول پکار دي؟

طالب چارواکي باید د خوږیاڼیو خلک یوازې پرېنږدي او د شینوارو چل ورسره ونه کړي. طالبانو ته پکار ده، چې له نورو سیمو د داعش پرضد جنگېدونکو خلکو د ملاتړ لپاره خپل وسله‌وال را وغواړي؛ څو د دوی ملا وتړي او ماتې ته یې پرېنږدي. د داعش پرضد جنگېدونکو ځوانانو ته دې ښې وسلې ورکړي او روحیه دې نه ور وژني. د نورو سیمو تجربه کار ډلگی‌مشران او قومندانان دې را وغواړي او دغه جگړه دې په خپل نامه ثبت کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button